د خصوصي حریم دا کړنلاره ، ښيي چې د کډوال پروژه څنګه هر هغه معلومات کاروي او ساتي یې چې تاسو یې دې پروژې ته ورکوئ، کله چې تاسو ویبپاڼه استعمالوئ.
د کډوال پروژه ژمنه ده چې تاسو ته دا ډاډ درکړي چې خصوصي حریم مو خوندي دی.موږ له تاسو څخه غواړو چې باوري معلومات چمتو کړئ، د کومو په ذریعه چې تاسو د ویبسایټ د کارونې په مهال پیژندل کیږئ، نو تاسو به ډاډه شئ چې دا به یوازې د د محرمیت د کړنلارې مطابق کارول کیږي.
د کډوال پروژه شاید وخت په وخت د دې ویبپاڼې په تازه کولو (اپډیټ) سره، دا کړنلاره تغییر کړي. تاسو باید دا پاڼه په منظمه توګه وګورئ، چې له هر تغییر څخه ستاسو خوښي یقیني شي.

هغه څه چې موږ یې راټولوو

موږ شاید لاندې معلومات راټول کړو:

  • د اړیکو معلومات چې له تاسو څخه پاتې کیږي، لکه ایمیل ادرس، که چیرې تاسو موږ ته کومه پوښتنه راولیږئ
  • ستاسو د (IP) ادرس
  • په دې اړه معلومات چې تاسو دا ویبسایټ څنګه کاروئ

له هغو معلوماتو سره ،چې موږ یې راټولوو، څه کوو

موږ دا معلومات د دې لپاره کاروو چې ستاسو اړتیاوې درک کړو او خپلې ویبپاڼې ته پرمختګ ورکړو. موږ نشو کولای په شخصي توګه تاسو د تاسو د معلوماتو له مخې وپیژنو.

امنیت

موږ ژمن یوو چې تاسو ته دا ډاډ درکړو چې معلومات مو خوندي دي. د دې لپاره چې معلوماتو ته د بې مسوولیته کسانو له لاسرسي او یا افشا کیدو څخه مخنیوي وکړو، نو موږ د هغو معلوماتو د ساتلو لپاره ،چې موږ انلاین راټول کړي، امنیتي لارې چارې سنجولې دي.

موږ څه ډول ( Cookies) کاروو

کوکیز (Cookies) یو کوچنی فایل دی، کوم چې ستاسو د کمپیوټر په هارډویر کې د ځای په ځای کیدو اجازه غواړي. کله چې تاسو راضي شوئ، نو دا فایل ځای پر ځای کیږي او دا د ویب د ټرافیک ( هغه څه چې په ویب کې راځي) په تجزیه کې مرسته کوي او یا تاسره کومک کوي چې پوه شې کوم ځانګړي ویبسایټونه دې کتلي دي. کوکیز همدارنګه د ویب اپلیکشنونو ته اجازه ورکوي چې په انفرادي توګه تاسو ته ځواب ویوونکي اوسي. د ویب اپلیکیشنونه کولای شي ستاسو د غوښتنو پوره کولو، خوښولو، نه خوښولو لپاره خپل عملیات برابر کړي، دا کار ستاسو د غوراوي په اړه د راټولو شویو او په یاد کې ساتل شویو معلوماتو په ذریعه کوي.
موږ د داخل شویو معلوماتو کوکیز د دې لپاره کاروو، چې په ګوته کړو کومه پاڼه کارول شوې. دا له موږ سره په ویبپاڼو کې د کتل شویو موادو په اړه د معلوماتو په تجزیه کې مرسته کوي او ستاسو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره زموږ د ویبسایټ په پرمختګ کې کومک کوي. موږ دغه معلومات یوازې د احصایوي تجزیې په موخه کاروو او وروسته بیا دا معلومات له سیسټم څخه لرې کیږي.
په ټوله کې، کوکیز موږ سره مرسته کوي چې یو غوره ویبسایټ درته چمتو کړو او دا موږ ته د دې توان راکوي چې ارزیابي کړو، کومه پاڼه تاسو ته ګټوره ښکاري او کومه نه. د کوکیز له لارې هیڅ نه کیږي چې موږ ستاسو کمپیوټر، یا ستاسو په اړه معلوماتو ته لاسرسی پیدا کړو، یوازې هغه معلوماتو ته موږ لاسرسی لرو چې تاسو موږ سره د شریکولو لپاره انتخاب کړي دي.
تاسو کولای شئ، کوکیز ومنئ او یا یې رد کړئ.ډيری ویب براوزرونه په اتومات ډول کوکیز مني؛ خو که وغواړې معمولا کولای شې چې خپل براوزر داسې عیار کړې چې کوکیز ونه منې. دا به ممکن له ویبپاڼې څخه په پوره ګټه اخیستنه کې ستا مخنیوی وکړي.

نورو ویبسایټونو ته لینکونه

زموږ ویبسایټ د داسې لینکونو لرونکی دی چې تاسو ته د دې توان در کوي چې په اسانۍ نور جالب ویبسایټونه وګورئ. په هر صورت؛ هر کله چې مو دا لینکونه وکارول او بیا زموږ ویبپاڼه پریږدئ، نو موږ پر بل ویبسایټ هیڅ ډول کنټرول نلرو. د همدې لپاره، موږ د هغو معلوماتو د محرمیت او ساتنې هیڅ ډول مسوول نه یوو، کوم چې تاسو د همدې ډول سایټونو د لیدلو په وخت کې وړاندې کوئ او دغه سایټونه د دې خصوصي حریم د بیانیې په اساس نه سمبالیږي. تاسو باید د دقت تمرین وکړئ، او د خصوصي حریم په اړه د هماغه ویبسایټ کړنلاره وګورئ.

ستاسو د شخصي معلوماتو کنټرولول

موږ به ستاسو شخصي معلومات و نه ګورو، تر څو چې قانوني اړتیا نه وي پیښه شوې. موږ به ستاسو معلومات له بلې هیڅ ادارې سره د مارکیټنګ (بازار یابی) په اړه د څیړنې او تجارتي موخو لپاره شریک نکړو او موږ به ستاسو جزیات نورو ویبسایټونو ته و نه لیږو.
تاسو کولای شئ د هغو شخصي معلوماتو جزیات وغواړئ، کوم چې موږ د ۱۹۹۸ کال د معلوماتو د ساتنې قانون له مخې ساتلي دي. د دې کار لپاره یو کوچنی فیس هم تادیه کیدونکی دی. که تاسو د ځان په اړه د ساتل شویو معلوماتو کاپي غواړئ نو لطفا دې ایډي (admin@themigrantproject.org.) ته ایمیل راولیږئ. تاسوکولای شئ له موږ وغواړئ چې هیڅ هغه معلومات ونه کاروو چې موږ راټول کړي دي.

کوکیز او تاسو ته د هغوی د ګټې څرنګوالی

زموږ ویبپاڼه کوکیز کاروي، لکه څنګه چې تقریبا ټول ویبسایټونه یې کاروي؛ دا د دې لپاره چې تاسو سره غوره تجربې شریکې کړای شو.
کوکیز د کوچني متن فایل دی چې ستاسو په کمپیوټر او موبایل ټیلفون کې ځای پر ځای کیږي، کله چې تاسو ویبسایټونه پرانیزئ.

زموږ کوکیز موږ سر مرسته کوي:

  • ستاسو د ویبپاڼو کار داسې جوړ کړو، چې هیله یې لرئ
  • د کتلو په جریان او منځ کې ستاسو سیټینګ په یاد کې وساتي
  • د ویبسایټ سرعت او امنیت ښه کوي
  • تاسو ته اجازه درکوي چې پاڼې له ټولنیزو شبکو، لکه فیسبوک سره شریکې کړئ
  • ستاسو لپاره په دوامداره توګه زموږ ویبسایټونه ښه کوي
  • زموږ مارکیټنګ نور هم موثر کوي ( په اخره کې موږ سره مرسته کوي چې خپل خدمتونه او قیمتونه یې وړاندې کړو)

موږ کوکیز د دې لپاره نه کاروو چې:

  • چې د پیژندنې وړ شخصي معلومات راټول کړو( ستاسو له اجازې پرته)
  • د هر ډول حساسو معلوماتو راټولول ( ستاسو له اجازې پرته)
  • تبلیغاتي شبکو ته د معلوماتو ورکول
  • درېیمګړي ته د شخصي پیژندنې وړ معلوماتو انتقال
  • د خرڅلاو د کمیشنونو تادیه

تاسو کولای شئ د هغو ټولو کوکیز په اړه چې موږ یې په لاندې ډول کاروو، په ډیرو معلوماتو پوه شئ

له کوکیز څخه د استفادې لپاره موږ ته اجازه راکول

که چیرې ستاسو په سافټویر کې، چې تاسو یې د دې ویبپاڼې ( ستاسو بروزر ) د کتلو لپاره کاروئ، تنظیمات ( سیټینګ) داسې عیار شوی وي چې کوکیز قبول کړي، موږ دا اخلو او ستاسو لخوا زموږ د ویبسایټ د کارونې دوام دا مانا ورکوي چې تاسو ترې خوشحاله یئ. که تاسو غواړئ چې زموږ د سایټ لخوا کوکیز حذف کړئ او یا یې استعمال نکړئ، تاسو کولای شئ په لاندې توګه دا زده کړئ، په هر صورت، دا کار د دې مانا ورکوي چې زموږ سایټ ستاسو له خوښې سره سم کار نکوي.

زموږ خپل کوکیز

موږ کوکیز استعمالوو چې زموږ د ویبسایټ کار کې دغه شیان شامل شي:

  • ستاسو د لټون تنظیمات په یاد لرل

د دې لپاره هیڅ بله لاره نشته چې د دې تنظیم شويو کوکیز مخنیوی وکړي، مګر دا چې زموږ سایټ ونه کاروې.

د ټولنیزو ویبسایټونو کوکیز

تاسو کولای شئ په اسانۍ زموږ محتوا د فیسبوک یا ټویټر په څير لایک یا شییر کړئ، موږ د شییر بټن په خپل سایټ کې شامله کړې ده.

کوکیز تنظیم شوي دي چې:

  • دا اضافه کړئ (Add This) – د خصوصي حریم کړنلاره موږ ته د نیټ په یوه پکیج کې د شییر کولو ډیرې بټنې چمتو کوي

د خصوصي حریم اغیزه په دې مورد کې له یوې ټولنیزې شبکې څخه بلې ټولنیزې شبکې ته توپیر لري او دا د خصوصي حریم په تنظیماتو پورې اړه لري چې تاسو په دې نیټورک کې انتخاب کړي دي.

د نا معلومه لیدونکیو د احصایې کوکیز

موږ کوکیز د دې لپاره کاروو چې د هغو لیدونکیو احصایه راغونډه کړو چې څومره خلکو زموږ ویبسایټ کتلی، کوم ډول تکنالوژي کاروي ( لکه ، Mac, Windows دا موږ سره مرسته کوي چې موږ دا وپیژنو کله چې زموږ سایټ کار نکوي، لکه څنګه چې دا ځانګړې تکنالوژۍ ته اړتیا لري ) دوی څومره وخت په سایټ کتلو تیر کړ، کوم پاڼه یې کتلې او داسې نور… دا موږ سره مرسته کوي چې په دوامداره توګه خپل ویبسایټ ته وده ورکړو. دغه پروګرامونه په اصطلاح ( تحلیل او تجزیه) موږ ته وايي چې که چیرې بې نومه کسان یې ګوري، پوهیږو چې څومره کسانو دا سایټ ترلاسه کړی (د پلټنې ماشین لخوا) او یا دا چې دغه پروګرام له موږ سره مرسته کوي، څو معلومه کړو، چې آیا دغه کسان چې وېب سایټ ته مراجعه کوي، هدف یې له موږ سره د خدماتو په پیاوړي کولو کې مرسته ده او که مارکېټنګ يې هدف دی

د کوکیز بندول

تاسو کولای شئ کوکیز بند کړئ، دا کار د براوزر د تنظیماتو له طریقه کیږي چې هلته د کوکیز منل بند کړئ. ( په دې اړه یې دلته ولولئ here)
که څه هم دا کار به ممکن زموږ او د نړۍ د ډيرو ویبسایټونو فعالیت محدود کړي ، ځکه چې کوکیز د ډيرو عصري ویبسايټونو معیاري برخه ده.
ممکن ستاسو اندیښنه د کوکیز په اړه دا وي چې دا د جاسوسي سافټویر(spyware) دی. په خپل براوزر کې د کوکیز بندولو پر ځای،تاسو به ومومئ چې د سپی ویر ضد سافټویر، عین کار کوي، یعنې په اتومات ډول هغه کوکیز حذفوي چې یرغل کوونکي ګڼل کیږي.
په دې اړه لا زیات دلته ولولئ: managing cookies with antispyware software