د کرونا ویروس په اړه د اوازو افشا کول

د کډوالو تر منځ د COVID-19 په اړه یو شمېر پوښتنې او په زیاته کچه ناسم معلومات شتون لري. تاسو سره د سمې ټاکنې د مرستې په موخه موږ د کرونا د اوازې په اړه د معتبرو او رایجو سرچینو د شایعاتو او معلوماتو یو فهرست جوړ کړی دی، تر څو وکړای شئ د کرونا وبا COVID-19 پر مهال خبر او د ځان ساتنه وکړئ. د کرونا وبا د دوامداره شایعاتو په اړه د  کره او ډېرو معلوماتو ترلاسه کولو لپاره د روغتیا نړیوال سازمان وېب پاڼې څخه لیدنه وکړئ.

پوښتنه: ایا COVID-19 په قصدي ډول د چین په لابراتوار کې رامنځته شوی دی؟

یو له شایعاتو څخه چې په تکراري ډول په انلاین توګه خپرېږي دا ده، چې COVID-19 د چین په یوه لابراتوار کې جوړ شوی دی. دا ریښتیا نه دي. علمي شواهد څرګندوي، چې دغه ویروس په طبیعي ډول شتون لري. په اصل کې لومړی حیوانات او بیا وروسته انسانان پرې اخته شوي دي. د امریکا په متحدو ایالتونو کې د یوې څېړنې پر بنسټ توالي ژنوم ثابتوي چې دغه ویروس د بشر په لاس نه دی جوړ شوی. د نړۍ د نورو سیمو په څېر چین هم په شدیده توګه د دغه ویروس تر اغېزې لاندې دی.

آیا COVID-19 دروغ ده؟

په ټولنیزو رسنیو کې داسې شایعات خپریږي، چې COVID-19 ناروغي درواغ ده. یو دلیل چې خلک له COVID-19 څخه انکار کوي دا باور دی چې دغه ویروس د چین یا روسیې له لوري د ډېر واک او شتمنۍ د ترلاسه کولو لپاره جوړ شوی دی. دغه ادعا ناسمه ده. COVID-19 شتون لري. علمي شواهد ثابتوي چې دغه ویروس په لومړي اصل کې حیوانات او وروستته انسانان ککړ کړي دي. د روغتیا د نړیوال سازمان رسمي ارقام ښیي چې دغه ویروس په ټوله نړۍ کې میلیونونه انسانان ککړ کړي دي.

پوښتنه: آیا دغه ویروس کولای شي په ګرمه هوا کې ژوندی پاتې شي؟

بله نظریه دا ده چې COVID-19 نه شي کولای د افریقا په څېر ګرمه هوا او اوبو کې ژوندی پاتې شي. د روغتیا نړیوال سازمان وایي: دغه ویروس کولای شي هر ځای ته انتقال شي، حتی هغو هېوادونو ته چې ګرمه او مرطوبه آب و هوا لري. همدارنګه د کرونا ویروس خپرېدو په ګرمو هېوادونو لکه سعودي عربستان او  سویل ختیځې اسیا هېوادونو کې ډېروالی موندلی دی. دغه ډول هیڅ داسې مدرک نشته چې ثابته کړي ډېر وخت په لمر کې پاتې کېدل دغه ویروس له منځه وړي. کارپوهان وایي: د دغه ویروس د له منځه وړلو لپاره باید د تودوخې درجه ۶۰ درجې وي.

پوښتنه: ایا د COVID-19 وبا د فاسدو حکومتونو لخوا د پیسو راټولولو او اتباعو له لومړني بشري حقونو څخه د محرومولو لپاره کارول کیږي؟

ځینې ​​خلک ادعا کوي، چې د COVID-19 وبا د حکومت د تبلیغاتي کمپاین برخه ده، ترڅو خلکو ته د دوی د معاشونو ورکولو او عامه خدماتو کې د پانګونې مخه ونیسي. په حقیقت کې ، COVID-19 په ټوله نړۍ کې حکومتونو ډیرې پانګونې او د پورونو ورکړې ته اړباسي،  تر څو د معاش، لومړنیو خدماتو او د خوندي روغتیا ساتنه وکړي. COVID-19 د اوسني نړیوال وضعیت لپاره موجود ګواښ دی او همدارنګه د هر فرد روغتیا ته ګواښ دی.

پوښتنه: ایا د کورني بوټي درملنه کولی شي د COVID-19 درملنه یا مخنیوی وکړي؟

پوښتنه:ایا د میتانول، ایتانول یا بلیچ څښل یا تزریق کول ویروس وژلی شي؟

زیان رسونکي مواد لکه بلیچ یا میتانول یا ډیر الکول څښل ویروس نه وژني او نورې جدي ستونزې لري ، تر دې چې حتی د مرګ لامل کیدی شي. د بېلګې په ډول ایران کې په کرونا اخته نږدې 300 کسانو د ناسمو اوازو پر اساس کواګې دا چې د ناروغۍ درمنله کوي، د میتانول  د څښلو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. COVID-19 لپاره د درملنې موندلو لپاره د درملو یو شمیر آزموینې روانې دي. د COVID-19 پر وړاندې د ځان ساتلو تر ټولو خوندي لار د WHO د سپارښتنو تعقیبول دي ، چې د لاسونو مینځل او ټولنیز واټن مراعتول پکې شامل دي.

پوښتنه: ایا د مخ ماسک کارول په COVID-19 د اخته کېدو مخه نیسي؟

د مخ ماسک په ویروس د اخته کیدو مخه نه نیسي، مګر د ټوخي او پرنجي په مخنیوي سره د ویروس د لا خپریدو مخه نیسي. ډیری هیوادونو د ناروغۍ د خپریدو مخنیوي لپاره د مخ ماسکونو کارول لازمي کړي دي. د مخ ماسکونه او په تکراري ډول د لاسونو مینځل او ټولنیز واټن مراعتول د ویروس د خپریدو په مخنیوي کې مهم رول لوبوي .

پوښتنه: ایا COVID-19 د زکام او انفلونزا څخه ډیر بد دی؟

COVID-19 خورا جدي دی او د موسمي انفلونزوا په پرتله یې د مړینې کچه لوړه ده.  په ټوله نړۍ کې ملیونونه خلک د COVID-19 له امله مړه شوي دي. پداسې حال کې چې ځینې په ویروس اخته خلک ښایي خفیفې او یا هم منځنۍ نښې تجربه کړي، ځیني نور شدیدې نښې لکه د ساه اخیستنې ستونزې تجربه کوي او باید په روغتون کې بستر شي. زاړه خلک او هغه خلک چې تنفسي ستونزې لري په لوړ خطر کې دي ، مګر COVID-19 کولی شي ځوانان هم اغیزمن کړي.

پوښتنه: ایا کوویډ-19 د هوا له لارې لیږدول کیږي؟

د روغتیا نړیوال سازمان د نویو شواهدو له مخې د COVID-19 نوي ډولونه د هوا له لارې په ځیني چاپیریال کې خپریږي، په ځانګړي ډول په داخلي فضا کې د پرنجي او هواکش نه لرلو له کبله خپریږي.

په هرصورت ، COVID-19 په لومړي پړاو کې د ټوخي د څاڅکو، پرنجي او خلکو سره خبرې کولو له لارې لیږدول کیږي ، یا د څاڅکو له لارې چې په سطحي سطحه ناست وي او د انسان تماس له لارې خپریږي.

دوه فرانسویان له انګلش چاینل څخه د تیریدونکيو کډوالو سره د مرستې له کبله زنداني شول

دوه فرانسویان چې له ناقانونه کډوالو سره یې د انګلش چاینل څخه په تیریدو کې مرسته کوله، زنداني شول. له دغو دوو...
نور ولولئ

په سلګونو کډوالو د پاریس د یوه هوايي ډګر ترمینل کې د شړل کیدو پر وړاندې مظاهره وکړه

د فرانسې د پلازمېنې پاریس په یوه هوايي ډګر کې  په سلګونو ناقانونه کډوال راټول شوي وو چې د نورو نا قانونه...
نور ولولئ

د فرانسې ساحلي ځواکونو د هغو نهو تنو مخه نیولې چې له انګلش چاینل څخه د تیریدو هڅه یې کوله

د فرانسې ساحلي ځواکونو د یکشنبې ورځ د می په ۱۹مه، د هغې کوچنۍ بیړۍ مخه ډب کړه چې له انګلش چاینل څخه د تیریدو په...
نور ولولئ