او اروپايي ټولنه به له هغو زرګونو بیوزله کډوالو سره مرسته وکړي چې له ترکیې څخه بیرته خپلو کورونو ته ستنیږي (IOM)

په ترکیه کې ایسار کډوال اوس کولای شي، په رضاکاره توګه د ستنیدونکیو له نوي پروګرامه ګټه واخلي.د ۲۰۱۹ کال د اپریل په ۱۶مه، د کډوالو لپاره نړیوال سازمان (IOM) او د اروپايي ټولنې پلاوي د ترکیې له حکومت سره په ګډه همکارۍ، اعلان وکړ چې دوی به هغو کډوالو ته مرسته چمتو کول پیل کړي چې غواړي بیرته خپلو هیوادونو یا سیمو ته ستانه شي.

دا پروګرام  په ترکیه کې د ناقانونه کډوالو د  رضاکاره ستنیدونکیو او بیرته ادغام کیدونکیو سره مرسته (AVRR) نومیږي.موخه یې دا ده چې له هغو ۳۵۰۰ کډوالو سره مرسته وکړي، چې تخمیناً د ډیرو مستحقو مهاجرینو یو پر پنځمه برخه جوړوي، د دوی له ادغام څخه به ملاتړ وشي.

د ترکیې د (IOM) د ماموریت مشر لاډو ګویلاوا (Lado Gvilava) وايي: ((  د بیرته شړلو په اړه له خجالتۍ پرته، کورونو ته په خوندي توګه د کډوالو ستنیدل مهم دي. AVRRمرستې به بند پاتې شویو مستحقو کډوالو ته بشپړ اختیارات ورکړي چې کور ته په عزت او خوندي توګه ستانه شي او دا فرصت به هم ورکړي چې په په دوامداره توګه خپلو هیوادونو کې مدغم شي.))

د (IOM) د معلوماتو له مخې،  هغه دوه کسان چې  په رضاکاره توګه د بیرته ستنیدو پروګرام ملاتړ یې ترلاسه کړی، زرغونه بلخي او د هغې ځوانه لور ریحان ده. زرغونې سره دوه ماشومان؛ یو زوی او یو لور وه. دوی ورسره د دوه اونیو په هغه سفر کې ملتیا کوله چې انساني قاچاقبرو تنظیم کړی و. دا سفر د پاکستان او ایران له لارې ترکیې ته و. د هغې زوی دوه اونۍ وروسته نادرکه شو. زرغونې ویلي: (( کوښښ مې کاوه چې دلته کار پیدا کړم؛ خو په ترکیې ژبه د  نپوهیدو او تعلیم نه لرلو له کبله زما لپاره دا ډیره سخته وه. زما زوی زما د ژوند یواځینۍ وسیله وه او له هغه پرته ناممکنه ده چې دلته و اوسم.))

بالاخره (IOM) له دې مور او لور سره مرسته وکړه چې مزار شریف کې خپل کورته ورستانه شي.

ترکیه د نړۍ په کچه د اقتصادي کډوالو او پناه غوښتوونکیو د کوربتوب په اساس ستر هیواد دی. دلته له څلور میلیونه ډیر وګړي ،چې له خپلو وطنونو څخه د ناامنیو، د ټولنیزو او اقتصادي بې ثباتیو او فقر څخه تښتیدلي دي، اوسیږي. د دغو پناه غوښتوونکیو ډیری برخه د سوریې دي؛ خو عراقیان، افغانان او ایرانیان هم په لوړه شمیره کې دي. ډیری کسان هڅه کوي چې ادغام شي؛ خو مالي او د ژبې ستونزې یې په مخ کې خنډد دي، دا ستونزې له ښوونځیو، روغتونونو او کار ته له لاسرسي څخه د دوی مخنیوی کوي.

TMP – 20/05/2019

Photo credit: nlin.nee / Shutterstock

د استانبول هوای ډګر کی طیاره د توقف په حال کی