ولسمشر مکرون: د اروپايي ټولنې ۱۴ غړو هېوادونو په ټوله اروپا کې د کډوالو د وېش لپاره د نوې کړنلارې په تړاو هوکړه کړي
د فرانسې ولسمشر ویلي: د اروپايي ټولنې ۱۴ غړو هېوادونو په ټوله اروپا کې د کډوالو د وېش لپاره د نوې کړنلارې پر سر هوکړه کړي.
پاریس کې د ۲۰۱۹ کال د جولای په ۲۲ مه دغه هوکړه وروسته له هغه تر سره شوه، چې د اروپايي ټولنې د بهرنیو او کورنیو چارو وزیرانو د کډوالۍ او امنیت په اړه خبرې وکړې.
دا په دوه اوونیو کې د دغو پالیسي جوړوونکو دویمه ناسته وه. لومړی ناسته په فنلنډ کې جوړه شوې وه.
ولسمشر مکرون خبریالانو ته وویل: د لیدنې پایله دا وه” چې په دې پړاو کې د اروپايي ټولنې ۱۴ غړو هېوادونو له الماني او فرانسوي طرحې سره خپله هوکړه په ډاګه کړه. “.
په ټولیز ډول اتو هېوادونو هوکړه وکړه چې د بېرته مېشت کیدو مسله ډاګیزه کړي، چې ۶ نور هېوادونو هم له دې مسلې ملاتړ وکړ.
دغه اته هېوادونه، فنلانډ، فرانسه، آلمان، ایرلنډ، لیټوانیا، لوکزامبورگ او پرتګال دي. د دې هوکړې د شپږو ملاتړو هېوادونو نوم نه دی په ډاګه شوی. نوموړي وویل: نوې کړنلاره به چټکه او اتوماتیکه وي، خو ډېر جزییات یې ورنه کړل.
۲۰۱۵ کال کې اروپا ته د ګڼ شمېر کډوالو له ورتګ راهېسې، د اروپايي ټولنې غړي د بېرته مېشت کېدو مسوولیت پر سر د نظر بېلوالۍ لري.
وروسته تر دې چې د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر ماتئو سالویني له اروپايي ټولنې وغوښتل څو د ایټالیا ساحل ته د کډوالو د لېږد په صورت کې دوی ومني، دغه مسله د دې لامل شوه، چې اروپايي ټولنه د سوفیا ژغورنې علمیات ودروي. سږ کال مدیترانه کې نېږدې ۷۰۰ وژل شوې کسان ثبت شوي دي.
ایټالیا د کډوالۍ ناورین له پېل کېدو راهېسې ټول هغه کډوال چې سیند کې د بشردوستانه بېړیو لخوا ژغورل شوي وو، ومنل، څو چې ۲۰۱۸ کال کې د سالوین ښي اړخی ګوند واک ته ورسید.
سالویني واک ته له رسېدو راهېسي، د ایټالیا په ساحل کې د لنډه مهاله بېړیو د مخنیوي لپاره ګامونه پورته کړي.
په خپل وروستي اقدام کې یې، ایټالیا په جولای میاشت کې سیسیل ټاپو کې د کډوالو یو مهم مرکز په رسمي ډول وتړلو. دا په اروپا کې د کډوالو تر ټولو ستر مرکز وو.
سالویني پاریس کې په دغه ناسته کې ګډون ونه کړ او وویل: چې ده دغه پریکړه رد کړې ده.
ولسمشر مکرون زیاته کړه: فرانسې د لیبیا له حکومته غوښتي، چې کډوالو امنیت دې خوندي کړي، ځکه چې لیبیا د هغو خلکو لپاره د وتلو اصلي لار ده چې د سمندر له لارې اروپا ته د رسېدو هڅه کوي.
خیریه بنسټونو په اروپا نیوکه کړي، چې لیبیا او مدیترانه کې یې د مړینې د مخنیوي لپاره حل لاره نه ده موندلې.
MSF او SOS سازمانونو د دې میاشتې په لړ کې د بېړیو پرمټ ژغورونکي عملیات پېل کړي.
TMP – 22/08/2019
Photo credit: Frederic Legrand – COMEO / Shutterstock
Photo caption: فرانسه – پاریس د ۲۰۱۶ کال د اکټوبر ۳۱ مه: کارګران د پولیسو تر عملیاتو وروسته، د پاریس په شمال ختیځ کې د سټالینګراد زیرمیني تم ځای ته نېږدې د کډوالو ښاري پنډغالی(کمپ) پاک وي.
دا مقاله شریکه کړي