د ډنمارک پارلمان شاید بدل شي؛ خو د کډوالو ضد پالیسي یې نه
د ډنمارک کیڼ اړخي ګوند د ۲۰۱۹ کال د جون په انتخاباتو کې له ۱۷۹ څوکیو څخه ۴۸ یې وګټلې او له ښي اړخو ته یې ماته ورکړه.
په هرصورت، سوسیال ډموکراټ ګوند د کډوالۍ ضد پالیسي غوره کړه، ځکه چې دغې کړنلارې په رایه ورکوونکیو کې ډير مینوال درلودل او دا پالیسي یې ځکه انتخاب کړه چې د کارګرې طبقې رایې ترلاسه کړي. د دې ګوند مشره ۴۱ کلنه میټي فریدریکسین (Mette Frederiksen) ممکن اوس د ډنمارک دویمه ښځینه صدراعظمه شي.
د انتخاباتي مبارزې په جریان کې فریډرکسین شدیده کړنلاره تصویب کړه،دا کړنلاره د ښي اړخې ګوند حکومت لخوا معرفي شوې وه. په دې کې له پناه غوښتوونکیو څخه د زیوراتو ضبطول، د اسلامي حجاب ممنوعیت او د کډوالو په سیمه کې د مجرمینو لپاره سخته سزا ټاکل شامل و. سیاسي شنوونکي کریستین ماډسین (Kristian Madsen) نیو یارک ټایمز ته ویلي: (( سوشل ډموکراټ ګوند د کډوالو د کړنلارې له کبله په دې دوره کې له ۵ څخه څلور ټاکنې بایللي))
ډنمارک له ۲۰۱۵ کال راهیسې ،چې په اروپا کې د کډوالۍ ناورین و، د پناه غوښتوونکیو لږ درخواستونه منلي. د دې هیواد د کډوالو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، ډنمارک په ۲۰۱۷ کال کې د پناه غوښتنې له درخواستونو څخه ۳۵٪ یې منلي، په ۲۰۱۶ کال کې دا فیصدي ۷۲ او په ۲۰۱۵ کې بیا ۸۵ وه.
د کډوالو د هرکلي مشرې میکالا کلانټي بنډیکسن (Michala Clante Bendixen) ،څوک چې کډوالو ته وړیا قانوني مشورې ورکوي، فایننشل ټایمز ته ویلي چې دا نور د کډوالو په اړه د لیبرال ګوند او محافظه کار ګوند په پالیسیو کې کوم توپیر نه ویني. هغې ویلي: (( دا هغه څه دي چې زما کار یې ناهیلی کړی. دا مهمه نه ده چې موږ به کوم ډول حکومت ترلاسه کړو، ځکه چې په کړنلارو کې به هیڅ تغییر نه وي او د دوی کړنلارې به ډیرې سختې وي.))
دا هیواد مخکې له دې چې خپلو وطنونو ته ناکام شوي پناه غوښتوونکي وشړي، ځنډوي یې. دا د کډوالۍ سخت او جدي مقررات دي، چې د پناه غوښتوونکیو په شمیره کې یې د پام وړ ټیټوالی راوستی. په ۲۰۱۷ کې د پناه غوښتنې د درخواستونه شمیره( ۳۵۰۰)وه چې دا شمیره په ۲۰۱۵ کې ( ۲۱۰۰۰) وه.
علي ادنان رویټرز سره په یوه مرکه کې ویلي چې په2015 کې ډنمارک ته راغلی او د پناه غوښتتنې لپاره یې درخواست کړی دی. هغه اوس بیرته شړل کیدو ته منتظر دی، ځکه چې مسوولین دا نه مني چې ګوندې د هغه ژوند دې په عراق کې له خطر سره مخ وي.
عدنان چې له عیسوي کیدو وروسته یې خپل نوم په ډانیل کرسټینسن Daniel Christensen بدل کړی، ویلي: (( زه نپوهیدم چې ډنمارک کې به پناه غوښتل څومره سخت وي، خو کله چې ته وطن پریږدې، په دې اړه فکر نکوې، ته یوازې یو خوندي وطن غواړې. ))
د شړل کیدونکیو په مرکز کې ناکام پناه غوښتوونکي د کار کولو اجازه نلري، له سوسیال[ حکومتي مرستو] څخه ګټه نشي ترلاسه کولای، په کوچنیو خونو کې په ګډه ژوند کوي، په یوه مشخص وخت کې کانټین کې خواړه خوري او نشي کولای په خپله خوښه خواړه پاخه کړي.
د ډنمارک د کډوالو وزیر، برلینګسکي (Berlingske) ورځپاڼې ته ویلي: (( ته نشې کولای چې ډنمارک انتخاب کړې. د همدې لپاره موږ پر دغو خلکو فشار راوړو چې مسوولیت درک کړي او بیرته خپلو کورونو ته وګرځي. دوی د دې مستحق نه دي چې دلته وه اوسیږي. ))
TMP – 09/06/2019
Photo credit: Stig Alenas / Shutterstock
Photo Caption دوه پولیس د ځینو هغو کډوالو اسنادو ته ګوري چې د کوپنهاګن په کوڅه کې ناست دي. اپریل ۶، ۲۰۱
دا مقاله شریکه کړي