د کډوالو په اړه د ډنمارک پر نوي قانون د بشري حقونو ډلو نیوکه وکړه
د ډنمارک د پارلمان لخوا د ۲۰۱۹ کال د فبروري په ۲۱مه، د تصویب شوي قانون له مخې، د کډوالۍ جواز، هر وخت چې ممکن وي، یا به بیرته واخیستل شي او یا به معاف شي.
دا تازه جنجالي قانون ښيي چې حکومت په دې وروستیو کې هڅه کوي چې داسې سخت قوانین او کړنلارې رامنځ ته کړي چې پر کډوالو او پناه غوښتوونکيو ټینګ اغیز پریباسي. د دې قانون پلي کیدل د ۲۰۱۹ کال د مارچ له لومړۍ پیل شوي. دې قانون همدارنګه د بیا یو ځای کیدونکیو کورنیو شمیره راټیټه کړي او پر هغو یې درنه جریمه وضع کړې څوک چې د داخلیدو له بندیزونو څخه سرغړونه کوي.
کډوالو او د بشري حقونو ډلو پر دې قانون نیوکه کړې. د ډنمارک د کډوالو شورا سکرترجنرال کریسټین فریز باچ (Christian Friis Bach) ایرو نیوز ته ویلي چې د دې نوي قانون په اوریدو خواشینی شوی دی. هغه همدارنګه ډنمارک په دې تورن کړی چې د اروپايي نژاد د راکمیدو په سیالۍ کې یې برخه اخیستې، چې دا د کډوالو او پناه غوښتوونکیو حقونه محدودوي.
دې قانون ته په اشارې چې د کډوالۍ د جواز پر لنډ مهاله ماهیت ټینګار کوي، هغه زیاته کړې: (( هغو کډوالو چې په ډنمارک کې یې پناه ترلاسه کړې، ارامه ژوند نشي کولای، ځکه چې د دوی حالت ثابت نه دی او دې ته به اندیښنه کې وي چې د اوسیدو جواز له لاسه ورکړي.)) هغه همدارنګه څرګنده کړې چې د بیا یو ځای کیدونکیو کورنیو په راکمولو به دا قانون کډوال له خپلو لومړنیو حقونو څخه هم بې برخې کړي او دغه خلک باید په دغه شان سختو شرایطو کې مجبور نشي چې له خپلو دوستانو څخه جلا شي. ))
ایرو نیوز ته په یوه بیانیه کې، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو په کمیشنرۍ کې د شمالي اروپا سیمه ییز استازي هنریک م.نوردینتوفت (Henrik M. Nordentoft) د ډنمارک د کډوالو شورا تبصره راخیستې او ویلي یې دي: (( دغه شان بې باوري د کډوالو په زیان ده او له دوی څخه د عادي ژوند کولو او له ډنمارکۍ ټولنې سره د توافق کولو توان اخلي. )) هغه زیاته کړې چې دا قانون نشي کولای د کډوالو د نړیوال نظم واقعیت بدل کړي چې په دې کې د کډوالو په اړه د ۱۹۵۱ کال کنوانسیون هم شامل دی، په دې کنوانسیون کې د مهاجرت د پای ته رسیدو حالت په تفصیل سره تنظیم شوی دی.
د ډنمارک پارلمان لخوا د دې وروستي قانون تصویبیدل د هغه پراخه کمپاین یوه برخه ده چې د کډوالو، پناه غوښتوونکیو او په ډنمارک کې د نورو اوسیدونکیو کډوالو حقونه محدودوي. د تیر کال په ډسمبر کې د ډنمارک د خلکو ګوند پارلمان ته داسې طرحه وړاندې کړه چې د هغې په اساس رد شویو پناه غوښتونکیو ته په یوه کوچني او لرې ټاپو کې کورونه ورکول کیدل، دا ټاپو پخوا د هغو څارویو د معایناتو ځای و چې په ساري ناروغیو اخته دي.
TMP – 16/03/2019
Photo: Vlad Ispas/Shutterstock. Palace in Copenhagen is the seat of the Danish Parliament
دا مقاله شریکه کړي