هنګري غواړي چې په اروپايي ټولنه کې له ایټالیا او پولینډ سره د کډوالۍ ضد ایتلاف جوړ کړي
د هنګري لومړي وزیر ویکټور اربان ویلي چې هیله من دی د اروپايي ټولنې د ننه د کډوالۍ ضد ایتلاف جوړ کړي او د جرمني او فرانسې ځواک وننګوي. دا د ایټالیې او پولنډ د کورنیو چارو وزیرانو د هغه کنفرانس په اړه غبرګون و چې د روان کال د جنوري په ۹مه جوړ شوی و، په کوم کې چې دواړو غاړو د سرحدونو په ټینګولو او کډوالو ته د هغوی په خپلو هیوادونو کې د وضعیت د ښه کولو په اړه بحث کړی و.
د ایټالیې د کورنیو چارو وزیر ماټیو سلواني، پخوا ویلي و چې ایټالیا او پولنډ د کډوالو په اړه د پسرلنی اروپا لپاره کار وکړی. هغه د ایټالیا سفارت ته له راستیندو وروسته ویلي و: (( موږ ډېرې ښې او قناعت بخښونکې خبرې درلودې.موږ د بندرونو په امنیت سلا شوو او ما د پولنډ لخوا د دې لپاره چې څنګه مو ناقانونه کډوالۍ محدود کړه، ډیره ستاینه ترلاسه کړه.))
ښاغلي اربان دغه ملګرتیا تقدیر کړه او زیاته یې کړه چې نوی محور به په اروپا کې د کډوالۍ ضد هڅې غښتلې کړي.
هغه د ۲۰۱۹ کال د جنوري په ۱۰مه، په یوه خبري ناسته کې وویل: (( د وارسا- روم محور تر اوسه د کال یو له ډیرو حیرانوونکیو پرمختګونو څخه دی. زه ورته ډیر لوی امیدونه لرم. ))
هغه زیاته کړه: (( دا یوه داسې موضوع ده چې په کُلي توګه یې د اروپا سیاست تغییر کړ، دې کار په اروپا کې سیاسي پروسه تعریف کړه.په دودیزه توګه د ګوند جوړښت ښي اړخه او کیڼ اړخه دی چې مختلف نظریات لري، ځینې د کډوالۍ پر ضد او ځینې بیا بلعکس))
ښاغلي اربان زیاته کړه چې هیله یې دا وه چې په اروپا پارلمان، اروپايي کمیسیون او بالاخره په اروپايي شورا کې د کډوالۍ ضد اکثریت ترلاسه کړي.
هغه په اروپا کې د کډوالو پر ضد یو له ځواکمنو سخت دریځ لرونکیو څخه دی. نوموړي ډیری ځل په خپلو ویناو کې د خارجیانو ( کډوالو) لخوا د اروپا د تهدید په اړه خبرې کړي دي.
په هر صورت، د پولنډ د قانون د حاکمیت پوپولیسټي ګوند د یوه ایتلاف د ساتلو خبره کړې. پخواني خارجه وزیر ویتلوډ وازي کاوسکي ویلي: (( یوازې هغه څه چې په دې اړه شوي، ډیرې جلسې او مشورې دي؛ خو د اروپا په پارلمان کې د معاملې، د اتحاد رامنځ کولو او یا ګډو کلبونو جوړولو لپاره څه ترتیبات نشته.))
په ۲۰۱۵ کال کې له (۳۹۰۰۰۰) ډیرو کډوالو، چې اکثریت یې د منځني ختیځ او افغانستان وو، هڅه کړې چې د کروشیا او سربیا له لارې هنګري ته داخل شي چې بیا په شمال او لویدیځ کې د اروپایې ټولنې غړو شتمنو هیوادونو ته لاره پیدا کړي. د دې لپاره چې دا جریان بند شي، بوداپیسټ ( هنګري پلازمینې) د ۵۰۰ کیلومترو په اوږدوالي د دیوال جوړیدو امر کړی و چې د هیواد څلورمه برخه سرحدونه تر پوښښ لاندې راولي. هنګري ادعا کړې چې دې دیوال د کډوالو په بندولو کې (99.7 ( فیصده کموالی راوستی.
TMP – 21/01/2019
دا مقاله شریکه کړي