په فرانسه کې یو کوچنی کلیوالي ښارګوټی پناه غوښتوونکي جذبوي

د فرانسې په ختیځ کې د فیریټي (Ferrette) په نوم د ۸۰۰ وګړو لرونکی کوچني ښارګوټي، د پناه غوښتوونکیو په مخ خپلې دروازې پرانیستې دي، چې دغه پناه غوښتوونکي یې اوس د  نفوس لس سلنه جوړوي.

د تپې لپاسه جوړ دغه ښارګوټی د سویزرلینډ سرحد ته نږدې پروت دی، دې ښارګوټي له ۲۰۱۶ کال راهیسې ۸۰ پناه غوښتوونکي، چې نیمايي یې ماشومان دي، منلي دي. له افغانستان، سوډان، اریتیریا، چیچنیا او ناجیریا څخه دغه نوي رسیدونکي هیله لري چې د کډوالو په توګه ومنل شي، یا لږ تر لږه فرعي خوندیتوب ترلاسه کړي. فرعي خوندیتوب هغه حالت دی چې هغو پناه غوښتوونکیو ته ورکول کیږي چې د کډوال په توګه د منلو وړ نه وي خو د دې لپاره په ګوته شوی وي چې تحفظ ورکول ورته ضروري دی.

ښاروال فرانکوییس کوهنډیټ (Francois Cohendet) ویلي: (( هغو خلکو چې په لومړیو کې له دې مفکورې سره مقاومت کاوه، وې لیدل چې هر څه سم روان دي، وې لیدل چې دوی محتاط خلک دي، خپله یې خپل ځانونه ساتل او تعرض کوونکي نه وو.)) هغه ویلي چې مظاهره کوونکیو په لومړیو کې داسې یو شعار ګرځاوه ( په فیریټي کې یو کډوال هم نه) یا ( دا زموږ کور دی) دا شعارونه یې د پناه اخیستونکیو په اعتراض کې ورکول.

اروپا له دویمې نړیوالې جګړې وروسته، د کډوالۍ یوه ستره څپه ولیده. په ۲۰۱۵ کال کې له یوه میلیون ډیر کډوال ورغلل. له دې راهیسې، دا اړتیا پیدا شوه چې تر څو پناه غوښتوونکي د خپلو درخواستونو نتیجې ته منتظر پاتې کیږي، د هغوی د اوسیدلو لپاره نوي ځایونه پیدا شي. 

ښاروال کوهینډیټ ویلي چې لومړني راغلي کسان دوه تور پوستي سوډانیان وو، په واورو کې یې چپلکۍ پښو کولې. کله چې ځینو اعتراض وکړ، ځینو نورو بیا له دې پناه غوښتوونکيو ملاتړ وکړ. دوی ته یې د فرانسوي درسونو او پخلي ټولګي جوړ کړل او روغتونونو ته یې ویوړل. رضا کارانو ( په ټوله نړۍ کې ګاونډیتوب) غږ وکړ او کوښښ یې وکړ چې له خپلو نوو ګاونډیانو سره مرسته وکړي او په خپله ټولنه کې یې جذب کړي. 

په ټوله نړۍ کې د ګاونډیتوب شعار مخکښ ایلسابیټ سکولټیس (Elisabeth Schulthess) ویلي: (( موږ دوی په ځایي ژوند کې شامل کړل او د خلکو په روزمره ژوند کې مو داخل کړل. د فرانسې د ملي ورځې [Bastille Day] او د نوي کال د جشنونو په نمانځنه کې مو شامل کړل. موږ هر وخت په هر هغه څه کې ،چې ځايي خلک یې ترسره کوي، دوی له ځانه سره لرو.

د کونګولیس ملت والا ډجو کبوکا په موسکا وویل: (( دوی راته وویل چې الساس [Alsace] یوه سیمه وه چیرته چې نژاد پرستي وه؛ خو ما احساس نکړه.))

ښاروال کوهینډیټ ویلي چې د فیریټي اصلي ستونزه د عامه ټرانسپورټي سهولتونو په کمښت کې وه او د دې اړتیا وه چې ملهوز(Mulhouse) ښارګوټي ته ،چې ۳۰ کیلومتره لرې دی، سفر وشي او  هلته هغه ډول خواړه وموندل شي چې کډوالو کارول.

یو ځوان نایجریايي ویلي : (( دلته هوا ډیره سړیږي او ډیره تودیږي))

پناه غوښتوونکي په یوه زاړه پوځي بارک کې ساتل کیږي. دا د هرکلي په یوه مرکز بدل شوی. کله چې دوی د پناه غوښتنې د درخواست د نتیجې په اړه واوري، نوي را رسیدونکي باید د هرکلي مرکز پریږدي. کډوال یا په انفرادي توګه د فرعي تحفظ لرونکي، مخکې له دې چې د هرکلي مرکز پریږدي، درې میاشتې وخت لري. دوی توقع لري چې په ازاده توګه دندې او سرپناوې ومومي. په انفرادي توګه هغو کسانو ته به، چې درخواستونه یې رد شوي وي، ضرب الاجل وټاکل شي چې په ګډه فرانسه پریږدي. په ۲۰۱۸ کې د ۱۴۱ کسانو ۵۴٪ چې فیریټي ته راغلي وو، په فرانسه کې یې کډوالي یا فرعي خوندیتوب ترلاسه کړی.

TMP – 24/05/2019

Photo credit: Oscity/Shutterstock

Photo caption: فیریټي؛ د فرانسې په الساس سیمه کې یوه کوچنی ښارګوټی