د معلوماتو د خوندیتوب پالیسي:

 د فیسبوک له لارې د کډوالو پروژې The Migrant Project سره خپل معلومات شریکول

د خصوصیت په دغې پالیسۍ کې تشرېح کیږي، چې The Migrant Project هغه شخصي معلومات څه ډول کاروي او خوندي کوي، چې تاسو یې د فیسبوک فورمو له لارې له مونږ سره شریکوئ.

کوم ډول معلومات راټولیږي او پروسس کیږي؟

مونږ هغه شخصي معلومات راټولوو او پروسس کوو، چې تاسو یې د فیسبوک د اړیکې په هغه فورمه کې مونږ ته چمتو کوئ، چې تاسو ته یې له دغې پاڼې راهنمايي شوې وي، په ځانګړي ډول، ستاسو نوم او د ټلیفون شمېره. مونږ همدا راز ستاسو له لورې د فورمې د تسلیمولو د وخت او نېټې او د پاڼې د هغې ژبې په اړه هم معلومات راټولوو، چې تاسو یې په فورمه کې کاروئ. 

دغه معلومات له چا سره شریکیږي؟

مونږ به دغه معلومات د The Migrant Project له یوازې هغو کارکوونکو سره شریک کړو، چې ستاسو له لورې د غوښتل کېدونکي خدمت (په ځانګړي ډول، د کډوالۍ په اړه سلا مشورې) د چمتو کولو او همغږي کولو لپاره ورته اړتیا لري. په دغو کارکوونکو کې د The Migrant Project د معلوماتو مدیر، د کډوالۍ مشاورین او د هغوي اړونده سوپروایزران ګډون لري. مونږ به ستاسو معلومات له کومې درېیمې ډلې سره شریک نه کړو. 

دغه معلومات څه ډول کارول کیږي؟

مونږ به ستاسو معلومات یوازې د هغې موخې لپاره وکاروو، چې تاسو ورسره موافقه کوئ. په دغه صورت کې، ستاسو د معلوماتو درلودونکې فورمې په تسلیمولو، تاسو له مونږ سره موافقه کوئ، چې اړیکه درسره ونیسو څو د The Migrant Project د کډوالۍ له مشاور سره تاسو ته وړیا سلا مشوره چمتو کړو. 

دغه معلومات چیرته ساتل کیږي؟

دغه معلومات د ګوګل په یوه خوندي پاڼه کې ساتل کیږي او یوازې له اړینو کارکوونکو سره شریکیږي. پر دغه پاڼه هېڅ معلومات به چاپ، کاپي یا په هېڅ ډول له نامسؤوله وګړو سره شریک نه شي. 

دغه معلومات د څومره مودې لپاره ساتل کیږي؟

ستاسو معلومات به تر هغه مهاله وساتل شي چې مونږ ستاسو د سلا مشورې غوښتنه تاسو ته د سلا مشورې په درکولو پوره کړو یا ستاسو غوښتنه رد کړو ځکه چې مونږ به تاسو ته په رسېدلو نه توانېږو یا تاسو د ټلیفون یا فیسبوک له لارې خبر راکړئ چې تاسو نور د سلا مشورې غوښتونکي نه یاست. 

زمونږ له لورې ستاسو د معلوماتو د پروسس کولو اړوند تاسو کوم حقونه لرئ؟

تاسو حق لرئ چې د فیسبوک له لارې هر وخت په اړیکه نیولو له مونږ څخه وغواړئ چې ستاسو معلومات تصحیح یا پاک کړو. تاسو همدا راز له مونږ څخه پوښتلی شئ چې مونږ اوسمهال ستاسو په اړه کوم ډول معلومات ساتلي دي.