انګلستان د بیړیو په ذریعه د را رسېدونکيو کډوالو د شړلو لړۍ جاري ساتي او هغه سړی یې جریمه کړی چې په ناقانونه توګه یې له چاینله تیریدو سره مرسته کړې.

شپږ دیرش کډوال چې د انګلستان سرحدي ځواکونو د دغه هیواد په کینټ ساحل کې نیولي، د ډوبلین اصولو له مخې بیرته فرانسې او یا د اروپايي ټولنې نورو غړو هیوادونو ته له شړل کیدو سره مخ دي.

د روان میلادي کال د اپریل په ۲۲مه، درې کوچنۍ بیړۍ ،چې ۳۶ کډوال پکې سپاره وو، د انګلستان په ساحل کې و درول شوې. ټول ۳۶ کډوال د انګلستان د سرحدي ځواکونو لخوا ډاور (Dover) ته را استول شوي چې هملته یې څیړنه وشي. د دوی تابعیتونه تر اوسه تایید ته اړتیا لري، خو راپورونه وایي چې د دوی د ادعاو له مخې عراقي او ایرانیان دي. 

دغه کډوال له نورو هغو کډوالو سره ،چې هڅه کوي د انګلش چاینل له لارې تیر شي، بیرته به فرانسې او یا د اروپايي ټولنې نورو غړو هیوادونو ته وګرځول شي. ډوبلین مقررات د اروپا د ټولو غړو لخوا لاسلیک شوي، دا له کډوالو غوښتنه کوي چې هغه هیواد کې د پناه غوښتنې درخواست ورکړي چې په لومړي سر کې ور داخل شوی وي.

د انګلستان هوم افیس ( Home Office) ادارې ویلي: (( دا منل شوی اصل دی چې هغه څوک چې محافظت ته اړتیا لري، نو باید په هغه لومړي خوندي هیواد کې د پناه غوښتنه وکړي چې لومړی ځل ور داخلیږي. له جنورۍ راهیسې له ۲۰ ډیر کسان ،چې انګلستان ته په ناقانونه توګه په وړو بیړیو کې را رسیدلي، بیرته اروپا ته ګرځول شوي. ))

فرانسې منلې چې هغه کډوال بیرته واخلي د کومو بایومټریک معلومات چې په هر یوه اروپايي هیواد کې ناکام شوي وي. د اروپايي ټولنې پراخه بایو مټریک معلوماتو سیستم چې د ایروډک (Eurodac) په نوم مشهور دی، د کډوالۍ له مسوولینو سره مرسته کوي چې دا معلومه  کړي که چیرې کوم کډوال وختي په کوم اروپايي هیواد کې د پناه غوښتنې درخواست کړی وي او یا په ناقانونه توګه له نورو اروپايي هیوادونو څخه راتیر شوی وي

لکه څرنګه چې د ۲۰۱۸ کال په وروستیو کې انګلستان ته د بیړیو په ذریعه د راغلیو کډوالو شمیره لوړه شوې، د دې هیواد مسوولینو له قاچاقبرو سره چلند سخت کړی، ساحلي امنیت یې لوړ کړی او له فرانسې سره یې همکاري زیاته کړې چې د خطرناکه انګلش چاینل اوبو ته د قاچاقبرو لخوا د کښتیو لیږلو مخه ډب کړي. 

په دې وروستیو کې انګلستان یو دیرش کلن  سرباست محمد هاما  ناقانونه کډوالو ته د اسانتیاو د برابرولو په جرم جریمه کړی. هغه انګلستان ته د ۲۷ کډوالو له قاچاق سره رابطه  لري. 

لومړی پیښه د ۲۰۱۸ کال د کرسمس په سهار وختي وشوه، په دې کې ۱۳ کسان ،چې یو ماشوم هم پکې و، وژغورل شول. په کښتۍ کې هیڅ سپور مساپر ژغورونکی جاکټ نه و اغوستی.

دغه تورن قاچاقبر په دې هم جریمه شوی چې له چاینل څخه یې کسان تیرول. دا واقعه   د مارچ په ۲۷مه وشوه کله چې د عراقیانو نهه کسیزه ډله  او دوه ایرانیان وژغورل شول. دغه ډله کې ۱۱ نران، یوه میرمنه او دوه ماشومان و. دوی نیمه شپه فکیسټون (Folkestone) ته نږدې ولیدل شول چې د انګلش ساحل خواته روان وو.

انساني قاچاقبر له زرګونو پاونډه جریمې او کلونه کلونه بند سره مخ کیږي. په تیرو څو میاشتو کې د فرانسې او انګلستان محکمو انساني قاچاقبرو ته د اوږده بند سزا تصویب کړې. 

سرباست محمد هاما په توقیف کې دی. دا به د لویس کرون محکمې ته د روان میلادي کال د می په ۱۵مه،  راوړاندې کړای شي. که چیره هغه محکوم شي، نو هغه به ناقانونه کډوالو ته د اسانتیاو برابرولو او په  خطر کې د ژوند غورځولو په جرم،   له کلونو زندان سره مخ شي.

TMP – 29/04/2019

Photo credit:  Susan Pilcher / Shutterstock

د عکس تشریح: د انګلستان د سرحدي ځواک ساحلي ګزمې کښتۍ، ساحل ته د کډوالو له راوړلو وروسته بیرته فوکیسټون بندر ته ستنیږي. فوکیسټون، کینټ، انګلستان ۲۰۱۹، فبروري ۲۴