د پناه غوښتنې لپاره درخواست

که چیرې تاسو انګیرئ چې په خپل هیواد کې تر مستقیم تعقیب لاندې یئ ، نو تاسو د نړیوال خوندیتوب وړ یئ. د دې لپاره چې د پناه غوښتنې چانس مو ډیر تضمین شي، نو تاسو باید د پناه غوښتنې پروسه تعقیب کړئ کومه چې په اروپا کې د ملي او سیمه ییزو قوانینو لخوا تنظیم شوې.

یو له هغو اروپايي قوانینو چې فرانسه کې پر کډوالو اغیز پریباسي، د ډوبلین مقررات دي. د دې قانون له مخې، د پناه غوښتوونکیو مسوولیت د هغه اروپايي هیواد دی چې دی ورته لومړی را رسیدلی وي. که ته له هغو پناه غوښتوونکیو څخه یې چې فرانسې ته له رسیدو مخکې له بل اروپايي هیواده راتیر شوی اوسې نو ته هغه هیواد ته د بیرته شړلو له خطر سره مخ کیږې چې لومړی ورته راغلی یې.

که حالاتو کې داسې تغییر راغلی وي چې ته خپل هیواد کې له تعقیب (نیونې) سره مخ کیږې او اروپا ته راځې، نو دا مهمه ده چې اروپا ته په را رسیدو هغه هیواد کې چې لومړی ورته داخل شوی یې ،هر څومره ژر چې کیږي، د پناه غوښتنې درخواست وکړې.

په انګلستان او فرانسې دواړو کې د پناه غوښتنې د پروسې د جریان په حال کې، که اړتیاوي، نو کولای شې چې ځانته د قانوني استازي او یا د ترجمان غوښتنه وکړې. سره له دې چې معمولا نشې کولای کار وکړې، خو بیا هم د څه ناڅه مالي مرستې، د اوسیدو د ځای او تعلیمي خدمتونو مستحق یې.

که چیرې په اروپايي هیواد کې ستا پناه غوښتنه تضمین شي، نو کولای شې چې ژوند وکړې او ټاکل شوی وخت کار وکړې، وروسته ممکن د دې مستحق وګڼل شې چې د دایمي اوسیدو لپاره درخواست ورکړې.

فرانسه کې د پناه غوښتنې لپاره اساسي ګامونه دا دي:

  • لومړی باید خپل درخواست په (SPADA ) یا د هرکلي په لومړي مرکز کې ثبت کړې.که چیرې ته په Île-de-France کې یې، نو کولای شې له دوشنبې څخه تر جمعې، سهار له لسو د ماسپښین تر 3:30 د وخت اخیستنې لپاره لومړی په دغه نمبر01 42 500 900  اړیکه ونیسې.
  • وروسته به تاته د خدماتۍ کړکۍ له ادارې (GUDA) څخه زنګ ووهل شي چې په رسمي توګه د پناه غوښتنې درخواست ثبت کړې.  
  •  له دې ناستې وروسته به ته یو مشاور ووینې، دا به د کډوالو او مدغم کیدونکیو لپاره د فرانسې له دفتر (OFII) څخه وي چې د پناه غوښتنې پروسې د څیړلو په مهال به درته د هغو مرستو په اړه معلومات در کړي چې ته به ورته لاسرسی ولرې.
  • د  GUDA له ناستې وروسته، ته به ۲۱ ورځې وخت ولرې چې د کډوالو او بې وطنه خلکو د حفاظت لپاره د فرانسې په اداره (OFPRA) کې خپلې فورمې ډکې کړې.

ته کولای شې فرانسه کې د ټولو SPADAs ادرسونه، دلته پیدا کړې.

  • په انګلستان کې د پناه اخیستنې لپاره اساسي پړاوونه په دې ډول دي:
    ته به د انګلستان په بندر کې له رسیدو سره سم،  د کډوالو مسوول سره د ویډیو مجلس لپاره وغوښتل شې، خو که په انګلستان کې یې او ستا حالت تغییر وکړي او د پناه غوښتنې مستحق وګڼل شې، نو د پناه غوښتونکیو په هر ویډیوي څانګه کې ( دوشنبې څخه تر پنجشنبې له  9 am to 4:45 pm ، د جمعې په ورځ له 9 am 4:30 pm ) په کاري ساعتونو کې، په دې نمبر وخت اخیستلی شې020 8196 4524
  • ته خپله غوښتنه هملته پر خپل سکرین ( ښیښه) ثبتولی شې.
  • له دې وروسته به ستا کیس (دوسیه) اړونده کسانو ته وسپارل شي او ته به د پناه غوښتوونکیو د راجستر کارت یا (ARC) ترلاسه کړې.
  • همدارنګه به د لومړنیو معلوماتو د پوښتنو فورمې  ترلاسه کړې، کومې چې باید له ضرب الاجل سره سمې ډکې کړې او بیرته یې ور وسپارې.  
  • له دې وروسته به د پناه غوښتنې په اړه له اړونده شخص ( چې ستا قضیه تعقیبوي) مرکه ولرې، هغه به درته ټوله پروسه تشریح کړي او هغه به بالاخره ستا د قضیې په اړه پرېکړه وکړي.
شریک یی کړي

د کډوالو په اړه د اروپايي ټولنې او ترکیې له تړون درې کاله وروسته، اوس په زرګونو کسان په یونان کې بند پاتي

درې کاله وړاندې اروپايي ټولنې او ترکیې یو تړون لاسلیک کړ چې له ترکیې څخه یونان ته په ناقانونه توګه د کډوالو او...
نور ولولئ

د فرانسې پولیسو کالایس ته نږدې یو ستر کیمپ له کډوالو پاک کړ

شاوخوا ۲۰۰ کډوال فرانسه کې وروسته له هغې په زوره له یوه غیر رسمي کیمپه وشړل شول چې امنیتي ځواکونو دغه سیمه د...
نور ولولئ

د کډوال ماشومانو په ګټه اروپايي محکمې پریکړه وکړه

د اروپايي ټولنې د بشري حقونو محکمې فرانسې ته حکم کړی چې بې سرپرسته افغان کډوال ماشوم ته ۱۵۰۰۰ یورو ورکړي. دا...
نور ولولئ

کډوال کیدل؟ د مشوری لپاره زمونږ له کارپوه سره اړیکه ونیسئ.


که په فرانسی کې وي

نړۍ په خوځښت کې ده

نړۍ په خوځښت کې ده، په میلیونونو کسان اوسمهال په مهاجرت کې دي او د دوی ډيری برخه له هغو ترخو واقعیتونو سره مخ دی چې په ۲۱مه پیړۍ کې، د کډوالۍ رښتینی تصویر وړاندې کوي.

د کډوالو په اړه معلومات ګڼې اجنډاوې او اړخونه لري- د سفر د سرچينې ځاې یعنی هغه ځای چی سفر ور څخه پیلیږی، د رسيدو د موخی ځاې (د ميشت کيدو ځاې) او د ليږد حکومتونو(هغه دولتونه چی کډوال ور څخه د لاری په توګه ګټه اخلی) څخه نيولې تر قاچاقیانو، رسنې، اکادميک وګړو او د کډوالو د شبکو خپل معلومات.

نور ولولئ