ژوند په انګلستان کې

باید د یوه ناقانونه کډوال په توګه انګلستان ته د سفر په اړه فکر وکړې. ځکه چې انګلستان لومړی اروپايي هیواد نه دی چې ته ترې تیریږې؛ته د دې مستحق نه یې چې دلته د پناه غوښتنې لپاره درخواست ورکړې، ته به باید دا کار هغه اروپايي هیواد کې وکړې چې لومړی ورته داخل شوی یې.

که ونشې کولای چې د پناه غوښتنه وکړې او انګلستان ته ناقانونه داخل شې، پرته له دې چې بندر کې چیک شې، نو تاته به د دې اجازه درنکړل شي چې انګلستان کې ژوند او کار وکړې. او ته به د انګلستان حکومت د مرستو وړ ونه ګڼل شې.  

ناقانونه کډوالو ته د کار اجازه نشته، که چیرته پرته له جوازه کار واخلي، نو دوی به د کار له بې انصافه مالکانو سره وي. معمولا، دوی نشي کولای دومره پیسې ترلاسه کړي چې خپلې کورنۍ سره مرسته وکړي. هغه کډوال چې د پناه غوښتنې لپاره درخواست ورکړي، معمولا تر هغې د کار اجازه نلري چې اسناد یې نه وي څیړل شي.

که چیرې اوس غواړې  چې انګلستان ته غیر قانوني مهاجرت وکړې، نو همدا نن له موږ سره تیلفوني اړیکه ونیسه چې د ناقانونه کډوالۍ د بدیل او په انګلستان کې د ژوند د واقعیتونو په اړه ډیر څه زده کړې.

تاسو کولی شئ له دوشنبې څخه تر جمعې د سهار له 9 بجو څخه تر 5 بجو پورې موږ سره اړیکه ونیسئ
تاسو کولی شئ موږ سره د (0805080019) شمېری له لارې وړیا اړیکه ونیسی
زموږ د واتس آپ، تلگرام او وایبر اړیکی شمیره {00330686632782 } (په وړیا توګه اړیکه نیولی شی)
ټولې مشورې محرم دي.

شریک یی کړي

د کډوالو په اړه د اروپايي ټولنې او ترکیې له تړون درې کاله وروسته، اوس په زرګونو کسان په یونان کې بند پاتي

درې کاله وړاندې اروپايي ټولنې او ترکیې یو تړون لاسلیک کړ چې له ترکیې څخه یونان ته په ناقانونه توګه د کډوالو او...
نور ولولئ

د فرانسې پولیسو کالایس ته نږدې یو ستر کیمپ له کډوالو پاک کړ

شاوخوا ۲۰۰ کډوال فرانسه کې وروسته له هغې په زوره له یوه غیر رسمي کیمپه وشړل شول چې امنیتي ځواکونو دغه سیمه د...
نور ولولئ

د کډوال ماشومانو په ګټه اروپايي محکمې پریکړه وکړه

د اروپايي ټولنې د بشري حقونو محکمې فرانسې ته حکم کړی چې بې سرپرسته افغان کډوال ماشوم ته ۱۵۰۰۰ یورو ورکړي. دا...
نور ولولئ

کډوال کیدل؟ د مشوری لپاره زمونږ له کارپوه سره اړیکه ونیسئ.


که په فرانسی کې وي

نړۍ په خوځښت کې ده

نړۍ په خوځښت کې ده، په میلیونونو کسان اوسمهال په مهاجرت کې دي او د دوی ډيری برخه له هغو ترخو واقعیتونو سره مخ دی چې په ۲۱مه پیړۍ کې، د کډوالۍ رښتینی تصویر وړاندې کوي.

د کډوالو په اړه معلومات ګڼې اجنډاوې او اړخونه لري- د سفر د سرچينې ځاې یعنی هغه ځای چی سفر ور څخه پیلیږی، د رسيدو د موخی ځاې (د ميشت کيدو ځاې) او د ليږد حکومتونو(هغه دولتونه چی کډوال ور څخه د لاری په توګه ګټه اخلی) څخه نيولې تر قاچاقیانو، رسنې، اکادميک وګړو او د کډوالو د شبکو خپل معلومات.

نور ولولئ