ډیر لږ کډوال اوس هم اروپا ته د سمندر له لارې ور ځي

د ۲۰۱۶ کال په پرتله، د هغو کډوالو په شمیر کې د پام وړ ټیټوالی راغلی چې د سمندر له لارې اروپا ته ځي. دغه خبره د کډوالو لپاره د نړیوالې ادارې (IOM ) په یوه تازه راپور کې راغلې ده.
راپور ښيي چې د روان کال د جنوري او نومبر تر منځ ، شاوخوا (۱۵۵۰۰۰) کسان د سمندر له لارې اروپا ته رسیدلي دي. دا شمیره د ۲۰۱۶ کال د شمیرې (۳۴۱۰۰۰) له نیمايي څخه معمولي کمه ده.
له لیبیا څخه تر ایټالیا پورې د مدیترانې سمندر لاره اوس هم اروپا ته د تګ لپاره ډیر مساپر لري ، که څه هم د هغو کډوالو شمیره چې له دې لارې ایټالیې ته رسیږي، له هغې شمیرې څخه د پام وړ کمه شوې ده چې تیر کال ثبت شوې وه.
د اروپا سواحلو ته د رسیدونکیو کډوالو د شمیرې د شدید کموالی لامل د اروپايي هیوادونو په همکارۍ د لیبیا د ساحلي ځواکونو د ظرفیتونو لوړیدل دي، په منظمه توګه د هغو بیړیو مخنیوی دی چې له دغو سواحلو روانیږي، یا په سمندر کې د بیړیو درول دي او لیبیا ته د کډوالو د بیرته ګرځولو پیلول دي دا د هغې هوکړې له مخې کیږي چې د روان کال په لومړیو کې د لیبیا او اروپايي ټولنې تر منځ وشوه. د دې هوکړې له مخې هغه کډوال چې د لیبیا د ساحلي ځواکونو لخوا نیول کیږي، بیرته به لیبیا ته ګرځول کیږي.
راپور همدارنګه روان کال کې د مدیترانې سمندر په مرکزي لاره د نږدې ( ۲۷۴۹) کډوالو د مړینې پیښې ذکر کړي دي، که څه هم په واقعیت کې دغه شمیره ممکن نوره هم لوړه وي.
یوازې د نومبر په ۶مه، یوې بیړۍ چې (۱۴۰ ) کډوال یې لیږدول، د طرابلس په سواحلو کې چپه شوه، چې د یوه ماشوم په ګډون پنځه کډوال پکې مړه شول او په کښتۍ کې نږدې ( ۲۹ ) نور کډوال نادرکه شول.