هر کال زرګونه افغان ماشومان اروپا ته په نامنظمې کډوالۍ سره خپل ژوند له خطر سره مخ کوي. په ۲۰۱۹ کال کې تر ۴۲۰۰۰ زيات تر قانوني سن لاندې ماشومان چې د سفر ملګري يې هم نه درلودل او په واقيعت کې افغان اتباع وو، اروپايي ټولنې ته يې د بينالمللي محافظت غوښتنليکونه وړاندې کړل.
نامنظمه کډوالي د هرچا لهپاره خطرناکه ده، خو له ملګري پرته کډوالو ماشومانو لهپاره ځانګړي زيانونه لري. هغوی عموماً هم د سفر پر مهال او هم هغه وخت چې خپل د موخې هېواد ته ورسېږي، د استفادې، ناوړه استفادې او ځور زياتي ښکار ګرځي. حتی داسې موارد هم تر سترګو کېږي چې يو زيات شمېر يې ورک شوي دي.
که چېرې تاسو د هغه ځوان مور او پلار یا ښوونکۍ یاست کوم چې غواړي نامنظمې کډوالۍ ته مخه وکړي، تاسو کولی شئ ورسره مرسته وکړئ ترڅو هغه احتمالي خطرونه چې د لارې په اوږدو کې ورسره مخ کېږي، وپېږنې او ترڅنګ یې بدیلونه باندې هم پوه شي. د ویب سایټ په دغه برخه کې به تاسو یو لړ ویډیویي سریال ترلاسه کړئ کوم چې تاسو کولی شئ په آسانه ډول تنکي ځوانانو سره د نامنظمه کډوالۍ په اړه خبرې اترې وکړئ او هغوی ته معلومات وړاندې کړئ.
دغه ویډیوګانې د امید په نوم د هغه افغان ځوان انځور جوړوي کوم چې هڅه کوي په نامنظمه توګه اروپا ته کډوال شي او بالاخره د لارې په اوږدو کې له ډېرو ستونزو سره مخ کېږي.