د یونان د کډوالو کیمپ کې په مړینو اندیښنې
TMP – 01/03/2017
د یونان په لیسبوس ټاپو کې د سړې هوا له کبله درې کډوال مړه شوي دي. دغه کسان د جنوري په میاشت کې د موریا په کیمپ کې مړه شول، خو د ژمي سړه هوا لا اوس هم په یونان کې چلیږي.
د یاد شوې ټاپو د پولیسو د معلوماتو له مخې، له وفات شویو کسانو څخه یو تن شل کاله عمر درلود او د پاکستان اوسیدونکی و. د الجزیرې د راپور په حواله بل یو چې خپله خیمه یې له نورو سره شریکه کړې وه، شدید ناروغ و او روغتون ته لیږدول شوی و.
نور مړي چې یو یې دویشت کلن مصری او بل یې شپږ څلویښت کلن سوریايي دی، په ګډه خیمه کې اوسیدل په ډير غمجن حالت کې مړه او یو بل نه جدا شول. د یونان رسنیو خبر ورکړی چې دغه کسان د منقل لوګیو وژلي دي، خو مسوولین دغه علت نه ردوي او نه یې تایدوي.
د یونان د کډوالو چارو وزیر یانیس موزیلاس، د دغې مړینې په اړه د څیړنې حکم کړ یدی. هغه د اتن خبري اژانس ته ویلي: د حالاتو د لا ښه کنټرول لپاره به ګام واخیستل شي.
د موریا په کیمپ کې ،چې پخوا پوځي مرکز و، له (۳۰۰۰) ډیر کډوال او پناه غوښتونکي اوسیږي. د ملګرو ملتونو د کډوالو څانګې او نورو نړیوالو ټولنو پر یونان غږ کړی چې په کیمپ کې حالات ښه کړي او نور ګڼ سهولتونه هم برابر کړي.
د تیرې مارچ میاشت راهیسې په یونان کې دا مهال له (۶۰۰۰۰) ډیر کډوال چې زیاتره یې سوریايي، عراقي او افغانان دي، بند پاتي. دوی په رسمي او موقتي کیمپونو کې اوسیږي.
دا مقاله شریکه کړي