په یونان کې میشت کډوال له سړې هوا کړیږي
په یونان کې زرګونه ایسار کډوال، له سړې هوا څخه کړیږي.ځايي مسوولین هغوی ته د بیړنیو مرستو په چمتو کولو کې پاتې راغلي او کډوال په پنډغالو(کمپونو) کې اسانتیاوو ته محدود لاسرسی لري.
بې پولې ډاکټرانو(MSF) د دوشنبې په ورځ وویل چې ډیری کډوال په دې سړه او باراني هوا کې په ساده خیمو کې ژوند کوي. دوی دې ته انتظار کاږي چې مسوولین یې د پناه غوښتنې دوسیې وڅیړي.
همدارنګه د روغتیايي مرستو ډلې په جینوا کې ویلي چې دغه وضعیت ګڼې صحي ستونزې رامنځ ته کړي دي.
په تیرو څو ورځو کې د ټیسالونیکي په شمالي ښار کې د شپې لخوا د تودوخې درجه آن منفي ۱۲ سانټي ګریډ یا (۱۰) فارنهایت، ته راښکته شوې وه.
له تیرې یوې اونۍ راهیسې د هیواد لویه برخه واورې پوښلې ده. د هوا پیژندنې ادارې اټکل کړی چې تر دوشنبې پورې به ساړه نور هم زیات شي او د یونان په ځینو شمالي برخو کې به د تودوخې درجه منفي ۲۰ سانټي ګریډ ته راښکته شي.
د هوا له ناوړه وضعیت سره سره، د یونان اړوندو مسوولینو د معلوماتو له مخې، په دې وروستیو کې د ایورس له بندر څخه د را اوښتوونکیو کسانو شمیره په ناڅاپي ډول لوړه شوې ده او په زرګونو نور کسان په دې تمه دي چې له بندره راواوړي.
د کډوالو د ناورین حکومتي کمیټې ویاند جیورګوس کیریتسس، د یونان سکای ټلویزیون ته ویلي چې د کډوالو له ډلې څخه ایله نږدې ( ۱۰۰۰) کسان په شرقي ټاپو ایګیین کې، په خیمو کې ځای په ځای شوي دي.
د بې پولې ډاکټرانو په وینا ( ۷۵۰۰ ) پناه غوښتوونکي د اروپا په ګڼ میشتو کمپونو او یا هم غیررسمي پناه ځایونو کې چې، ټول یې له یو سره د زیرمو له کمښت سره مخامخ دي، ژوند کوي.
دغه راز اروپایي کمیسون د دوشنبې په ورځ وویل چې د یونان په جزیرو کې د کمپونو وضعیت د زغم وړ نه دی.
په بیلګراد او سربیا کې کډوال د اورګاډو سټیشنونو ته څیرمه په ګودامونو کې اوسیږي. دوی خپلو وطنونو ته د بیرته شړلو له ویرې د حکومت لخوا چمتو شوي پناه ځایونه رد کړي دي.
دا مقاله شریکه کړي