په اتن کې یو کیمپ له کډوالو تخلیه شو

د یونان پولیسو له یوه موقتي کیمپ څخه کډوال وشړل، دا کیمپ د اتن په سویل کې د پخواني هوايي ډګر په هغه تعمیر کې جوړ شوی و چې اوس ترې کار نه اخیستل کیږي.

د اسوشیتت پریس اژانس د یوه راپور له مخې ګڼ شمیر پولیسو د کیمپ په لوري ټولې لارې وتړلې، په سلګونو کډوالو خپل شیان راټول کړل، موټرو ته پورته شول او په یونان کې کوم بل کیمپ ته ولیږدول شول. د پولیسو یوه ویاند ویلي چې د کیمپ په تخلیه کې هیڅ تاوتریخوالی پیښ نشو.

دغه  ځای چې تر ( ۲۰۰۱) کال پورې د اتن د هوايي ډګر په توګه ترې کار اخیستل کیده، تیر کال د ( ۳۰۰۰) کډوالو پناه ځای و چې ډیری یې د افغانستان و. ډیری کسان یې نورو کیمپونو ته لیږدول شوي وو؛ خو سلګونه کډوالو لا هم  د پخواني هوايي ډګر په ودانیو کې په خیمو کې ژوند کاوه.

د بشري حقونو ډلې یو ځل بیا ویلي و چې دغه  موقتي کیمپ د اوږده وخت ژوند کولو وړ نه دی، پر  حکومت یې غږ کړی  و چې بدیل یې پیدا کړي.

 په تېرو لسو ورځو کې  د کیمپ اوسیدونکیو ته ویل شوي و چې له اتن څخه بیرون په رسمي کیمپ کې ځای پر ځای شي. د مسوولینو په وینا، د کډوالو شاوخوا (۹۰٪) ویلي و چې دوی به په خپل زړه ځای په ځای شي، خو پاتې نورو له دې ځای څخه په لیږد اعتراض کړی و.

د یونان پولیسو په یوه تازه بیان کې ویلي چې د دې موقتي کیمپ میشتې کورنۍ به د ټیبیس له ښاره بیرون کیمپ ته لاړې شي. دا ځای د اتن ښار شمال ته په شاوخوا (۷۰) کیلومترۍ کې موقعیت لري او مجرد کسان به د خارجیانو لپاره د اتن د پولیسو ادارې ته د هویت د تثبیت لپاره ولیږل شي او وروسته د هغی څخه به د کډوالو کیمپ ته ولاړ شی.

له (۶۰۰۰۰) ډیر کډوال په یونان کې بند پاتې دي. دوی هغه تړون تعقیبوي چې تیر کال د اروپا او ترکیې تر منځ وشو. د دغه تړون له مخې هڅه کیږي چې اروپا ته د کډوالو د راتګ بهیر په ټپه ودرول شي او ټول اروپايي بندرونه د کډوالو په مخ وتړل شي.