د انساني قاچاقبرو یوه ډله د یونان په کریټ ټاپو کې ونیول شوه
TMP – 28/03/2017
د یونان د کريټ په ټاپو کې د ګډو عملیاتو په لړ کې د انساني قاچاقبرو د یوې ځواکمنې ډلې ۱۸ غړي ونیول شول. دغه عملیات د یونان پولیسو، ساحلي ځواک او د برتانیا د جرایمو ادارې لخوا ترسره شول.
د ایکسپریس ورځپاڼې په حواله، په دغو عملیاتو کې مشکوک قاچاقبر نیول شوي. باور دا دی چې ټول نیول شوي کسان د سوریې، افغانستان، پاکستان، مصر او یونان اوسیدونکي دي.
مقامات باوري دي چې دغه ډله د سترو نړیوالو سازمان شویو جرایمو یوه برخه ده چې په ناقانونه توګه خلک له یونان څخه شمالي اروپا ته قاچاقوي.
داسې ګڼل کیږي چې دغې ډلې د یو تن په سر چې له اتن څخه به یې کریټ ټاپو او بیا له هغه ځایه یې د سمندر له لارې ایټالیې ته قاچاق کاوه، له (۲۰۰۰ څخه تر ۴۰۰۰ یورو) پورې اخیستلې.
د قاچاقبرو دغې ډلې له ۱۰۰ ډیر کډوال ،چې میرمنې او ماشومان هم پکې وو، په سمڅه (غارونو) او د یوه فارم په متروکه ودانۍ کې ساتل چې د ټسوټسورس کلي ته نږدې دی او د ټاپو په جنوبي برخه کې موقعیت لري.
د کډوالو په اړه د سازمان شویو جرایمو بشري ځواک برتانوي ادارې مرستیال مشر چریس هوګبن وايي: (( دغه کډوال ،چې ګڼ شمیر میرمنې او ماشومان پکې وو، په ډیر ناوړه حالت کې په سمڅه او د فارم په ناولې ودانۍ کې ساتل کیدل. ))
هغه زیاتوي: (( موږ به په انګلستان او هم د نړۍ په کچه له خپلو شرکاوو سره ګډ کار ته ادامه ورکړو چې سازمان شوي انساني قاچاقبر تعقیب کړو او پر وړاندې یې اقدام وکړو.))
دا مقاله شریکه کړي