کډوال ماشومان په صربیا کې د ژوند د بقا لپاره جبراً ځان پلورنه کوي

TMP – 27/03/2017

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د اژانس د معلوماتو له مخې، اوسمهال په صربیا کې  ۷۷۰۰ کډوال اوسیږي. له دغې شمیرې څخه شاوخوا (۱۱۰۰) تنه ،چې ډیری یې افغانان دي، د بلګراد په  هغو ګودامونو کې پناه ځایونه جوړ کړي، چې کار ترې نه اخیستل کیږي.

د ماشومانو د ملاتړ ادارې (Save The Children) د احصایې له مخې، په صربیا کې د کډوالو لس سلنه، بې سرپرسته ماشومان جوړوي. د دغو ماشومانو ډیری برخه له افغانستان، پاکستان، عراق او سوریې څخه راغلي او په صربیا کې پاتې دي؛ دوی د واورو او د تړلو بندرونو له کبله نشي کولای د لویدیځې اروپا په لور خپل مزل ته ادامه ورکړي.

پیسې ورسره نه دي پاتې او له ژوندي پاتې کیدلو ناهیلي دي. د صربیا خلک د پیسو په مقابل کې  د کډوالو له ډیری ماشومانو سره په ګودامونو کې غیر اخلاقي کارونه کوي.  

د نوید په نوم شپاړس کلن افغان کډوال وايي: (( دوی [صربیا خلک] دلته راځي او ساده ماشومان په نښه کوي. پوښتنه ترې کوي چې څومره پیسو ته اړتیا لري، هغومره پیسې ورکوي او ځان سره یې بیايي او بد کار ور سره کوي.))  د نوید په وینا ځینې خلک د جنسي اړیکو لپاره آن تر ۲۰۰۰ یورو ( ۲۱۱۴ ډالر) پورې ورکوي.

په هر صورت د نوید افغان ملګری او همزولی علي وايي چې دی هغه ماشومان چې د ژوند کولو لپاره ځان پلورنه کوي پړ نه ګڼي. هغه زیاتوي: (دوی دلته ډیرې شپې وږي ویده  کیږي. دلته ساړه دي، دوی هیڅ نلري، پیسې نشته نو مجبور دي همدا کار وکړي.)

علي وايي چې تر اوسه سفر په  (۹۵۰۰ یورو) چې (۱۰۰۴۰) ډالره کیږي تمام شوی. د قاچاقبرو له خوا په بلغاریا کې وهل شوی، د ژوندي پاتې کیدو لپاره یې  له مجبوریته پاڼې خوړلي او ناولې اوبه یې څښلي. دغه دواړه هلکان وايي چې په ګودامونو کې اوسیدل یې یواځنی انتخاب و. دوی ویریږي چې که دولتي پناه ځایونو ته لاړ شي نو وه به شړل شي.

د پاملرنې نړیواله موسسه په سربیا کې د ځینو کډوالو په استثمار اندیښمنه ده. په بالکان کې د بشري همدردۍ د عملیاتو مشره سمکا بوکان، له رسمي کیمپونو بهر د کډوالو ناوړه حالت او همدارنګه له شړلو څخه د هغوی ویره محکوموي. د هغه پر باور همدې ویرې ګڼ شمیر نا هیله کډوال د قاچاقبرو منګولو ته غورځولي دي. هغه وايي: (( دا ډیر ګټوره سوداګري ده او دوی خلک استثماروي، خو داسې ښکاري چې دا د کډوالو لپاره  یواځنی انتخاب وي.)