د افغانستان په لویدیځ کې د سیمنټو فابریکه به زرګونه کاری فرصتونه پیدا کړي

TMP – 20/04/2017

افغانستان کې د پانګونې شخصي کمپنۍ او د چیک جمهوري دولت پلان لري چې هرات کې د سیمنټو د تولید فابریکه جوړه کړي چې په دې توګه به زرګونه کاري فرصتونه برابر شي.

له ازادۍ راډیو سره په یوه مرکه کې، د سوداګرۍ په چارو کې  د افغان ولسمشر  سلاکار سیروس الاف (  Cyrus Alaaf) ویلي  دي چې له چیک حکومت سره مذاکرې نهايي شوي او په دوه راتلونکیو میاشتو کې به تړون لاسلیک شي.

هغه زیاته کړه: (( موږ به په دوو میاشتو  کې تړون لاسلیک کړو او دغه پروژه به دوو کلونو کې عملي شي. موږ به د ورځې ۱۶۰۰ ټنه سیمنټ تولیدوو  او د کلني تولید کچه به نیم میلیون ټنو ته ورسیږي.))

 د دې کارخانې په جوړولو به شاوخوا  (۷۰میلیونه ډالره) ولګول شي. دا به (۳۰۰۰۰) مسقتیم او غیر مستقیم کارونه پیدا کړي.

 دا مهال افغانستان تعمیراتي توکي لکه سیمنټ له ګاوڼدیو هیوادونو ایران او پاکستان څخه واردوي.

 د هرات د سوداګرۍ او صنایعو خونې غړی سعید عظیمیان، روښانه کړه چې دغه پروژه به د افغانستان په امنیتي او اقتصادي وده  کې مهم رول ولوبوي.

هغه وویل:

((موږ به د سیمنټو د فابریکې په څیر د پروژو  او د صنعت د پرمختګ له لارې  په افغانستان کې د اقتصادي بدلون شاهدان وه اوسوو. دا به په لسګونه زره کاري فرصتونه برابر کړي، بیوزلي به کمه کړي او په سیمه کې امنیت خوندي کړي.))