افغانو نجونو معلوماتی ټکنالوژۍ ته مخه کړې

TMP – 03/05/2017

په هرات کې دوه خویندې غواړي نجونو ته د کمپیوټر په زده کولو سره، افغانستان کې ډیجیټالي انقلاب پیل کړي. د هرات د ګوهر شاد بیګم لیسې نجونې اوس په منظمه توګه فیسبوک او ټویټر کې پوسټونه کوي، خپل بلاګونه ګوري او اپډیټ کوي یې او کولای شي کوډ ورکړي. حال دا چې څو میاشتې مخکې حتی په دې نه پوهیدې چې څنګه کمپیوټر چالان کړي.

د کمپیوټري مهارتونو زده کړه د هغه روزنیز پروګرام پایله ده چې د ( ډیجیټال سټیزن فنډ) په نوم د  یوې غیر دولتي ادارې لخوا په مخ ځي. دا اداره د دوه افغانو خویندو  (رویا او الهه محبوب) لخوا چلول کیږي. د هیلۍ په نوم یوه نجلۍ چې د ښونځي په کمپیوټر خونه  کې یې، خپل کمپیوټر کې کار کاوه، وویل: (( موږ د فلم پروګرامونه، جي میل، ټویټر او وایبر زده کړل. دا زموږ پوهې ته پراختیا ورکوي او له تکنالوژۍ مو خبروي.))  د دغو دوو خویندو موخه دا ده چې د ټکنالوژۍ په برخه کې، د ښوونځي نجونې په کمپیوټرونو  او د ای ټي په نورو تجهیزاتو سمبالې کړي او په دې توګه  افغان میرمنو ته فرصتونه برابر کړي او هغوی ته وښيي چې څنګه یې استعمال کړي.

الهه محبوب وايي: ((معلوماتی ټکنالوژی، اوسمهال ډیر مهم مسلک دی. موږ غواړو افغان میرمنې د ای ټي په ذریعه ځواکمنې کړو، ځکه دا به د دوی او د دوی د  راتلونکې  لپاره ډیر ګټور وي.))

 تر دا مهاله ډیجیټال سټیزن فنډ ادارې،  ۱۳ کمپیوټرونه او د کوډنګ مرکزونه په کابل او هرات کې فعال کړي دي او له (۵۵۰۰۰) ډيرې میرمنې یې انلاین زدکړو ته جذب کړي دي.

 د دغې غیر انتفاعي ادارې موخه دا ده چې (۵۰۰۰) نورې میرمنې په مالیې، ډیجیټالي زدکړو او کوډنګ برخو کې وروزي.

 محبوب وایي: (( دوی په رښتینۍ توګه مینه لري، ځکه دوی کولای شي یو بل ته نږدې شي، خپلو ملګرو سره خبرې وکړي، خپل بلاګونه او خپلې نظریې شریکې کړي. له روزنې وروسته موږ  د دوی په ذهنونو ، علاقې او کمپیوټرونو کې…تغییر ولیده. ځینو  یې هوډ وکړ  چې همدغه مسلک ولولي… دوی به نورې نړۍ سره لا پسې نږدې شي.))

 دغو دوه خویندو  هرات پوهنتون کې کمپیوټر ساینس لوستی او وروسته یې د معلوماتی ټکنالوژی یو مشورتي مرکز جوړ کړی چې په اصل کې میرمنې په کار ګوماري. که څه هم دغه خویندې د خپل کار له کبله له ګواښونو سره مخ شوي خو په شاتګ یې نه ده غوره کړې او کوښښ یې کړی چې خپل والدین او ځايي مشران په دې قانع کړي چې ښځو ته د کمپیوټر زده کړه ګټوره ده.

الهه محبوب وايي:

(( موږ  ور سره خبرې کوو  او  قانع کوو  یې چې دا کوم بد کار نه دی، بلکې دا یې له لورګانو سره مرسته ده چې د پوهې کچه یې پراخه شي او  ممکن دا له دوی سره مالي مرسته هم وي. اوس، ډیری پر خپلو لورګانو او موږ باور لري.))