اندونیزیا او افغانستان اقتصادي اړیکې غښتلې کوي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني، د اپریل میاشتې په لومړیو کې اندونیزیا ته لاړ چې د دواړو هیوادونو تر منځ د اقتصادي اړیکو  پر غښتلتیا او  پانګونې بحث وکړي.

ولسمشر غني اندونیزیا ته دوه ورځنی سفر درلود چې د اپریل په پنځه او شپږمه و. افغانستان لومړنی هیواد دی چې د اندونیزیا حاکمیت یې په رسمیت پیژندلی. اوس دغه دواړه هیوادونه باور لري چې نږدې همکاري به د سترې سوداګرۍ لپاره زمینه برابره کړي.

د اندونیزیا د سوداګرۍ خونې مشر روسن رویسلانی (Rosan Roeslani ) د دواړو هیوادونو  ترمنځ د ګډې سوداګرۍ په غونډه کې، چې ولسمشر غني هم پکې ګډون کړی و، وویل چې هیواد یې کولای شي  د اسیا بازارونو ته د افغانستان د سوداګرۍ لپاره ور پرانیزي.

رویسلاني همدارنګه څرګنده کړه: (( د دواړو هیوادونو تر منځ  د متقابل باور او  اعتماد  له پرمختګ سربیره به مستقیمه سوداګري هم انکشاف وکړي، ګڼې هڅې به وشي چې اقتصادي تبادلې او سوداګرۍ لا پسې وغوړیږي. ))

په یاده شوې ناسته کې ولسمشر غني پر دې ټینګار وکړ چې د هیواد بندرونه یې د اندونیزیا لپاره ځانګړې اقتصادي فرصتونه برابروي او د دغه هیواد لپاره مرکزي او  جنوبي اسیا ته لاره پرانیزي. هغه زیاته کړه: (( موږ کولای شو مرکزي اسیا ته د داخلیدو لپاره اندونیزیا ته لاره پرانیزو. افغانستان همدارنګه د جنوبي اسیا ګڼو هیوادونو ته د بریښنا د لین او د ګازو پایپ لاین د غځولو  زمینه برابروي. ))

ولسمشر غني د کوربه هیواد د ولسمشر جوکو ویډوډو (Joko Widodo) سره د ملاقات لپاره ولسمشرۍ ماڼۍ ته لاړ.  دواړو مشرانو پر  بیلابیلو  هغو  برخو خبرې اترې وکړې چې هلته ګډه همکاري ډیره ګټوره ده.

اندونیزیا له ګڼو  ابتکاري لارو  د افغانستان د پرمختګ ملاتړ کوي چې د افغانستان بنسټونه پیاوړي شي او د بشري سرچینو ظرفیتونه یې ورغول شي.