خونړي برید د سویډن پالیسي بدله کړه

سویډن به هغو ورځو ته بیرته ونه ګرځي چې ګڼ شمیر مهاجر به ورته راتلل.

دغه خبرې د سویډن لومړي وزیر سټیفن لوین وروسته له هغې وکړې چې یوه ناکام پناه غوښتونکي د اپریل په اوومه، د دغه هیواد په پلازمینه کې د لارۍ په ذریعه پر خلکو برید وکړ او څلور تنه یی ووژل.

لومړي وزیر چې د قربانیانو یاد غونډې ته وینا کوله، وویل: سویډن به هیڅکله د کډوالو د پراخ حضور دور ته ستون نشي، دا حضور د ۲۰۱۵ کال په خزان کې و.

 نوموړي زیاته کړه :(( د هر هغه چا چې د اوسیدو جواز رد شي، کور ته به وګرځول شي. زه یې نور فوق العاده ستومانه کړی یم. که چیره ستا ویزه کنسل شي، نو ته به له دې ځایه وځې. ))

د پولیسو په وینا یواځې په سټوکهلم کې له ۳۰۰۰ ډير کډوال په ناقانونه توګه ژوند کوي. د لارۍ په ذریعه  برید کوونکي رحمت الله اکیلوف، د ۲۰۱۴ کال په نومبر کې د سویډن د کډوالو ادارې ته  د اوسیدو لپاره درخواست ور کړی و خو د ۲۰۱۵ کال په جون کې یې درخواست بیرته مسترد شو.

وروسته له  هغه چې درخواست یې بیا ځلې په ۲۰۱۶ کې رد شو،هغه د پولیسو او کډوالو  د مسوولینو لخوا تر  څارنې لاندې و چې بیرته یې وشړي.

له دغه برید وروسته، سویډن حکومت یوه نوې او سخته لایحه جوړه کړه چې دا باوري کړي چې رد شوي پناه غوښتونکي به هیواد پریږدي. د اپریل په ۲۷مه، عدلیې وزیر مورګان جانسون او  کورنیو چارو وزیر انډرس یجمن تازه پلانونه وړاندې کړي چې هغه کسان به په نښه کوي او هدف به یې وګرځوي چې سویډن کې ناقانونه اوسیږي.

 پولیس به کار ځایونه پلټي چې ډاډه شي ناقانونه کډوال پر دندو نه دي ګومارل شوي. حکومت همدارنګه د هغو کسانو لپاره جریمه دوه چنده کړي چې ناقانونه وګړي په کار ګوماري.