راشد خان – افغانانو ته یو الګو
د ننګرهار اوسیدونکي کرکټ لوبغاړي راشد خان، د کرکټ په نړۍ کې یو خوځښت راوست. که څه هم اتلس کلن راشد خان له یو نیم کال راهیسې مسلکي کرکټ کوي؛ خو ده د خپل هیواد له لوبډلې سره مرسته وکړه چې د سږکال په نړیوالو شل اوریزو لوبو کی د لسمی بریا خپلولو کې مرسته وکړي او د روان میلادی کال په شروع کی د هند او کارابین پریمیر لیګونو لخوا واخیستل شو.
د راشد خان د ټیم ملګری او د افغان کرکټ ملي ټیم پخوانی کپټان محمد نبي هم د هندوستان په پریمیر لیګ کې واخیستل شو. محمد نبي وايي ” په افغانستان کې هر څوک د ای. پي. ال ( هندوستان پریمیر لیګ) اخیستنې ته ګوري. کله چې موږ د حیدر اباد سن رایزر ډلې ته غوره شوو، هره یوه راته زنګ واهه، پیغامونه یې راولیږل؛ خصوصا ملګرو، د کورنۍ غړو او زموږ د کرکټ بورډ مشر او غړو هم را ته زنګ وواهه، او ویل یې چې دا زموږ او زموږ د هیواد لپاره یوه حیرانونکې لاس ته راوړنه ده.”
کله چي دواړو لوبغاړو ډیر سفرونه کول، نو د دوی کورنۍ په افغانستان کې وې. دغه دواړه لوبغاړي ( نبي ـ راشد خان) باوري دي چې دوی د مثبت کردار مثالونه دي او په افغانستان کې خلک دې ته هڅوي چې ډیر زحمت وګالی او پر خپل ځان باور ولري.
راشد خان وايي: ” زما لپاره ډيره مهمه دا ده چې ای پي ال سیالیو کې مې د لوبیدو چانس تر لاسه کړ. دا زموږ د هیواد لپاره یوه لویه خبره ده، په ځانګړې توګه زموږ د هیواد ځوان نسل ته. دا زموږ د کرکټ لوبغاړو ته ستر پیغام دی. په افغانستان کې ډیر استعدادونه شته، دوی یواځې هڅونې ته اړتیا لري. هیله لرم چې په راتلونکو کلونو کې خلک زموږ له هیواده د کرکټ په ډګر کې نورې نوې څيرې وویني. “
راشد خان زیاتوي: ” دا افغان ځوانانو ته ستر پیغام دی چې که پوره کوښښ وکړي او پر ځان اعتماد ولري، نو هغه مقام ته رسیدای شي چې غواړي یې. نو دا د هغو ځوانانو لپاره چې تازه یې کرکټ شروع کړی، غوره مثال دی. دوی باید پر ځان باور ولري او داسې فکر ونکړي چې دا افغانستان دی او هیڅوک به ما ونه ویني. که تاسو ښه لوبه وکړئ او سخت زحمت وګالی، نو هر چیرته چې وغواړئ رسیدلای شئ. “
دا مقاله شریکه کړي