افغانه متشبثه خپله شخصي ټراول ایجنسي چلوي

د دې لپاره چې وښودل شي افغانې میرمنې په افغانستان کی هغه کارونه کولای شي چې نارینه یې کوي، د مرجانه سادات په نوم یوې میرمنې تیر کال سیاحتي ایجنسي جوړه کړه . د بانو په نوم دغه ایجنسي لس ښځینه کارکوونکي لري، د دوی مراجعین کولای شي اسیايي او اروپايي هیوادونو ته د تګ را تګ او سیاحت لپاره د نوموړی مسافرتی اژانس له خدماتو ګټه پورته کړي.
یویشت کلنه مرجانه وايي: (( غواړم ثابته کړم چې میرمنې هم لکه د نارینه وو په څير کولای شي په بازار کې پلورونکي وه اوسي. زموږ په ټولنه کې عامه ذهنیت دا دی چې یوازې نارینه کار و بار کولای شي او بس.))
مخکې له دې چې بانو ایجنسي په کار پیل وکړي، مرجانې کابل کې په یوې خصوصي راډیو کې کار کاوه چیرته چې دا د نارینه و لخوا له تبعیضي چلند سره مخ وه. په راډیو کې له پنځو کلونو کار وروسته هغې پریکړه وکړه چې یو مختلف کار وکړي نو د بانو په نوم کمپنۍ یې جوړه کړه.
کله چې هغې خپله نظریه له مور و پلار سره شریکه کړه، دوی یې سمدلاسه ملاتړ وکړ. مرجانه وايي: (( کله چې مې پلار زما پر مفکوره پانګونه وکړه او زما د مفکورې ملاتړ یې وکړ نو کار و بار مې پیل کړ. ))
په لومړیو کې مرجانه او ملګرې یې له ناوړو تبصرو سره مخ شوې؛ خو دوی اوس په ټولنه کې ډیر ملاتړي لري.
مرجانه وايي: (( اوس له خلکو پریمانه پیغامونه ترلاسه کوم. دوی زموږ کار خوښوی او زه پر هغه شیانو ویاړم چې ترلاسه کړي مو دي. )) د هغې ملګرې زهرا هم همدا خبره کوي : (( خلک زموږ درناوی کوي.))
مرجانه علاقمنده ده چې د بانو کمپنۍ ته پراختیا ورکړي او په سیمه کې دغه کمپنۍ پرمختګ وکړي. تیر کال یوې ډلې ایراني محصلینو په یوه سفر کې د  افغانستان فرهنګي برخې وکتلې، دغه سفر د بانو کمپنۍ لخوا تنظیم شوی و.
بانو د میرمنو د  تعلیم په ملاتړ کې هم مرسته کوي. مرجانې یو پروګرام تنظیم کړی چې په استامبول پوهنتون کې ۳۷ تعلیمي برسونه د هغو ښځینه زده کوونکیو لپاره تر لاسه کړی چې د لیسې  په اخري امتحان کې کامیاب شوي وي.  هغه اوس همدارنګه غواړي چې ورته سکالر شیپونه په مسکو کې هم شاګردانو ته  ترلاسه کړي.
مرجانه هیله لري چې د دې سیاحتي ایجنسي به نورې میرمنې هم وهڅوي چې خپل کار و بار پیل کړي او هغه کارونه وکړي چې په دودیز ډول یې په افغانستان کې نران کوي. د ښځو د کار و بار پراختیا به نرانو او  میرمنو ته  اضافي کارونه پیدا کړي.دا به د دې لامل شي چې خلک خپل وطن کې پاتې کیدو ته وهڅیږي او د هیواد په ودانولو کې مرسته وکړي.
مرجانه همدارنګه علاقمنده ده چې داسې یوه کمپنۍ جوړه کړي چې هلته میرمنې د نرانو او ښځو لپاره خدمتونه وړاندې کړي.
هغه دې پایلې ته رسیدلې چې : (( که چیرې موږ یوازې میرمنو ته خدمتونه وړاندې کړو، دا نشي ثابتولی چې میرمنې هم نرانو غوندې کار کولای شي. د دې په ځای به دا داسې ښکاره شي چې میرمنې یوازې له میرمنو سره مرسته کوي. ))