د فرانسې پولیسو په سلګونو کډوال ډونکرک ته له نږدې جوړ شوي کیمپ څخه وشړل
د سپتمبر په لومړیو کې د فرانسې پولیسو ډونکرک ته نږدې د کډوالو یو کیمپ تخلیه کړ او شاوخوا (۵۵۷ ) خلک یې، چې ګڼ شمیر کوچنیان هم پکې وو، وشړل.
په دې کیمپ کې په سلګونو کډوال چې عمدتاً د منځني ختیځ او افغانستان اوسیدونکي وو، له لرګیو په جوړو شویو پناه ځایونو کې اوسیدل.
د یوه ځايي مسوول، پاس ډي کالایس (Pas-de-Calais) په وینا، له دې یوه ورځ وړاندې د فرانسې پولیسو شاوخوا (۸۵) اریتریايي کډوال په نورنټ فونټس کې له یوه کیمپ څخه وشړل، دا سیمه د قاچاقبرو تر ولکې لاندې ده.
ډونکرک ته نږدې د ګراند سینټ په سیمه کې د عملیاتو په جریان کې شاوخوا (۶۰) کډوال ماشومان له یوه موقتي کیمپ څخه وشړل شول. دا کډوال وروسته له هغې دلته اوسیدل چې یو بل کیمپ چې (۱۵۰۰) کسان پکې وو، د روان کال په اپریل کې وسوزیده.
د اته ساعتونو په چاڼیزو عملیاتو کې، چې ۱۶ کسان پکې ونیول شول، ژورنالستان او مرستندویه ډلې کیمپ ته له ورتګ څخه منع شوې وې.
د دغو شړل شویو کډوالو ډيری برخه د افغانستان او عراق وه؛ خو ایرانیان، پاکستانیان او سوډانیان هم پکې وو. په سیمه کې د مرستندویه ډلو د معلوماتو له مخې، تمه ده چې کډوال یوې داسې سیمې ته وګرځول شي، چې د ژوند کولو لپاره ناوړه وضعیت لري.
د ګرانډ – سینټ ښاروال ډامین کیریمي (Damien Careme) د یوه رسمي کیمپ په اړتیا ټینګار کوي. دا کیمپ به کډوالو ته د ژوند لومړني شرایط برابر کړي.
په هر صورت، له ښاغلي کیریمې سره د سپتمبر په ۱۸ مه، د دوشنبې په ورځ په پاریس کې له ناستې وروسته، د فرانسې داخله وزیر ګیرارد کولومب (Gerard Collomb) د دغه شان کیمپ پرانیستل رد کړل.
دا مقاله شریکه کړي