د افغانستان د سولې غورځنګ تر شا ځوانه افغانه میرمن
درویشت کلنه زرغونه دریا چې د مرکزي ولایت بامیانو اوسیدونکې ده؛ د سولې فعاله ده. هغه په هیواد کې د سولې د ارزښتونو د پراختیا لپاره کار کوي.
طالبانو د زرغونې پلار او نیکه وواژه. دوی دا کار په ۱۹۹۸ کال کې هغه مهال وکړ چې د کورنۍ خونړۍ جګړې په ترڅ کې یې بامیان ونیوه. زرغونه هغه مهال اوه کلنه وه چې دا قتل یې په خپلو سترګو ولیده.
زرغونه وايي: (( طالب جګړه مارانو په غرونو کې موږ په اسونو تعقیب کړو. دوی تورې لونګۍ وهلې وې، ببر مخونه یې وو او اوږده کالي یې پر تن وو. دوی زما پلار او نیکه ونیول. له تپې لاندې یې ګوزار کړل او زما د سترګو په وړاندې یې ګولۍ پرې وچلولې.))
د افغان سولې د رضاکارانو له سازمان سره له اوه کلن کار کولو وروسته، هغه د سولې د فعالینو په منځ کې پیژندل شوې څیره ده. هغه له خپلو رضاکارو ملګرو سره کار کوي چې تاوتریخوالی را کم کړي، سولې ته تبلیغ وکړي، په دې هیله چې هیڅ بله ماشومه د دې په څير ویره تجربه نکړي.
زرغونه وايي: (( په هیواد کې د سولې د نشتوالي له کبله مې ستر قیمت ادا کړ.)) هغه زیاتوي: (( یواځینې لاره چې موږ سولې ته رسوي، د عدم تشدد د چلند پراخیتا ده.))
زرغونه او د هغې فعال ملګري د کوڅې ماشومان راټولوي او په خپل دفتر کې ورته د سولې او عدم تشدد ارزښتونه بیانوي. زرغونه وايي چې په لومړۍ ناسته کې ماشومانو یو بل سره جنګ کاوه خو په تدریج سره یې تغییر وکړ.
زرغونه وايي: (( سوله د ټولنې له عادي وګړو رامنځ ته کیږي، له همدې لارې کار کیږي، بله لاره نشته.))
زرغونه همدارنګه کار کوي چې قبیلوي توپیرونه له منځه یوسي او د قومونو تر منځ رامنځ ته شوي اختلافات ورک کړي. هغه باور لري چې د هنر او میوزیک په زور کولای شي دغه شان توپیرونه نابود کړي. د افغان سولې رضاکارانو سره د کار کولو د یوې برخې په توګه هغه خپلې ادارې ته له بیلابیلو قومونو ځوانان رابلي، دوی هلته ملي نڅا ( اتڼ ) او ګیتار غږول زده کوي.
دا مقاله شریکه کړي