ناقانونه کډوالۍ ته د تازه راشړل شویو افغان کډوالو خبرداری
په ټولیزه توګه په اروپا کې د شاوخوا پنځه میلیونه کډوالو او پناه غوښتوونکیو له ډلې، له سوریې وروسته لوړه شمیره د افغانانو ده.
د انساني قاچاقبرو ځايي شبکې لا په افغانستان کې فعالې دي. اروپا ته د رسیدو لپاره ځینی خلک اوس هم قاچاقبرو ته ډیرې روپی ورکوی. د پاسپورت مرکزي دفتر هره ورځ ۲۵۰۰ کسانو ته پاسپورټونه ورکوي.
د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) په یوه تازه راپور کې افغان کډوالو د وطن پریښودلو دلایل روښانه کړي او هم یې د خپل سفر تجربې شریکې کړي دي.
ذبیح ازمون له هغو کسانو څخه دی چې غواړي اروپا ته لاړ شي. د هغه په باور اروپا ته د کډوالو د ورتګ یو ستر دلیل په خپل وطن کې بیکاري ده.
هغه وايي: (( د وطن پریښودو دلیل بیکاري ده. ځینو خلکو خپل کورونه او خپل ټول شیان وپلورل او اروپا ته لاړل.))
خو، هغه افغانان چې تازه را شړل شوي پښیمانه دي او اروپا ته له کډوالۍ ستړي دي او نورو ته خبرداری ورکوي چې دغه سفر پیل نکړي.
حشمت چې تازه له جرمني را شړل شوی خپلو هیوادوالو ته توصیه کوي چې افغانستان کې پاتې شي.
هغه وايي: (( خپله زمکه، کور او هر څه چې مې لرل، وه مې پلورل او اروپا ته کډوال شوم. ما خپل ژوند برباد کړ. زه پنځه ماشومان لرم او دوی به نږدې سمندر کې غرق شوي وو. موږ هلته هیڅ ارزښت نه درلود. موږ به له یوه کیمپه بل ته تللو. )) هغه زیاتوي: (( کله چې خپل هیواد ته راورسیدم، خپله خاوره مې ښکل کړه. ))
د نوروز په نوم یو ځوان وايي چې ورور یې جرمني ته له مهاجرته پښیمانه دی: (( که غواړې جرمني ته لاړ شې، نو نږدې ۱۰۰۰۰ ډالرو ته اړتیا لرې. دا ډيرې پیسې دي. په همدغو پیسو کولای شې یو کوچنی کاروبار همدلته جوړ کړې. زما ځوان ورور نږدې ۱۰۰۰۰ ډالر ولګول؛ خو اوس پښیمانه دی، ځکه چې بیکاره دی. ))
اسدالله یعقوبي هغه څوک دی چې تازه را ګرځیدلی، هغه طلوع نیوز ته ویلی مخکې له دې چې را وشړل شي، ۱۴ میاشتې په اتریش کې بندي و: ((په افغانستان کې نه پیسی او نه کورنۍ. لرم ، زه په توقیف کې وم. یو وکیل مې هم درلود. ما ته یی وویل چې یو بل کیمپ ته ځو، خو موږ یې راساً الوتکې ته راوستو.))
توریالي هم اروپا ته د رسیدو لپاره په زرګونو ډالر لګولي. هغه د خپلې کورنۍ له غړو سره بیرته افغانستان ته را وشړل شو. هغه وايي چې کډوال به هغه عزت چې خپل وطن کې یې لري، په اروپا کې پیدا نکړي. هغه همدارنګه اروپا ته د خطرناک سفر په اړه معلومات ورکړل:
((ځمونږله ډلی څخه یوکس ډیر ناروغ و، داسې فکر مو کاوه چې مړ به شي، نو موټروان ته مو چیغې کړې چې موټر ودروي. هغه د موسیقی اواز لوړ کړ او نور یې هم ګړندي رفتار ته ادامه ورکړه، قاچاقبرد هیچا ژوند ته ارزښت نه ورکوی. ))
دا مقاله شریکه کړي