یو بلغاریايي انساني قاچاقبر په څلور کاله بند محکوم شو
یوه بلغاریايي موټروان چې غوښتل یې پنځه کډوال انګلستان ته داخل کړي، په څلور کاله بند محکوم شو.
د فرانسې سرحدي پولیسو یوه مور او د هغې درې اولادونه چې د شپږو، درېیو او دوو کلونو عمرونه یې درلودل او په یوه لارۍ کې پټ کړای شوي وو، وموندل. له دوی سره یو بل سړی هم نیول شوی چې له موټروان سره په سیټ کې په یوه خاص ځای کې پټ شوی و. له بیرون خوا قفل شوې وه، په فرانسه کې د کوکیولیس ایروټونل ټرمنل افسران مجبوره شول چې اول دغه قفل برخه پرانیزي او نوموړی کس ازاد کړی.
د لارې چلوونکی ۲۷ کلن بلغاریايي، مخکې له دې چې ونیول شي، څو ورځې وړاندې له دې هیواد څخه د انګلستان لوټون ته تللی و. هلته یې یوه لارۍ په کرایه نیولې او فرانسی ته یی انتقال کړی وه.
دا په سپتمبر کې د هغه د بیرته را ګرځیدو پیښه ده ، د ګمرک افسرانو په نښه کړې وه چې لارۍ تغییر شوې او کډوال په همدې لارۍ کې، په یوه تنګ ځای کې ځای پر ځای شوي وو، چې وموندل شول.
د ابیګیال هسبنډس(Abigail Husbands) په نوم څارنوال محکمې ته وویل چې دغه مور او کوچنیان د عراق دي او هغه سړی چې ښځې سره د خپلوی اړیکه نه درلوده، د افغانستان و.
د محکمې قاضي د دغې قضیې د حکم اورولو په مهال لارۍ چلوونکي ته وویل: (( دا یو ډیر جدي جرم دی او پرانسانانو سوداګري زیانمنونکي ده.))
هغه وویل چې د لارې چلوونکي په څير خلک د خپلې ګټې لپاره له بیوسه کسانو څخه ځان تغذیه کوي او د لارۍ موټروان د پنځو قاچاق شويو کسانو ژوند له خطر سره مخ کړی و.
په اروپا کې د سرحدونو د ټینګ امنیت له کبله، انساني قاچاقبر ډیر خطرناک تخنیکونه کاروي چې له نیول کیدو څخه وژغورل شي. ډیری کډوال چې کله په بار وړونکیو اورګاډو کې پټیږي او یا په بندو لاریو کې سفر کوي، د تهویی د نه موجودیت له کبله مړه او یا زیانمن کیږي.
دا مقاله شریکه کړي