د ترکیې پولیسو په عملیاتو کی له ۲۰۰ ډیر کډوال نیولي
د ناقانونه کډوالو د نیولو په لړ کې د ترکیې قانون نافذونکي ځواک افسرانو په دغه هیواد کې له (۲۲۰) ډیر کډوال توقیف کړي دي. د ترکیې ځایي رسنیو خبر ور کړی چې ټول نیول شوي کسان ترکیې ته غیر قانوني داخل شوي وو او رسمي اسناد یې نه لرل.
یوه امنیتي چارواکي چې د نوم له اخیستلو پرته یې خبرې کولې، وویل چې (۱۵۱) کډوال په ختیځ ولایت وان کې نیول شوي. د یوه بل چارواکي د معلوماتو له مخې (۷۱) نور کډوال په شمال لویدیځ ایالت ادرين کې نیول شوي؛ دوی د یونان او بلغاریا په لور روان وو. په دغو کډوالو کې د افغانستان، سوریې او عراق وګړي شامل دي.
له دې نیونې درې ورځې مخکې د ترکیې ساحلي ځواکونو د اجین په سیند کې هغه بیړۍ درولې چې (۳۱۰) کډوال یې یونان ته انتقالول. ساحلي ځواکونو خبر ورکړی چې د دغو کډوالو ډيری برخه افغانان او د سوريې وګړي وو.
اوه، ترکان او د بیلا روس دوه وګړي هم نیول شوي دي، دوی یونان ته د کډوالو په قاچاق کې لاس درلود.
په زرګونو کډوال په ترکیه کې اوسیږي دوی د اجین د سیند له لارې یونان ته د خطرناک سفر هڅې جاري ساتي. دا په داسې حال کې ده چې اروپايي ټولنې تیر کال له ترکیې سره داسې معامله کړې چې له مخې یې یونان کولای شي ناقانونه کډوال بیرته ترکیې ته را وګرځوي.
د کډوالو نړیوالې ادارې لخوا د چمتو شویو ارقامو له مخې په روان کال کې له (۲۸۰۰ ) ډیرو کډوالو له مدیتراني بحیرې څخه د تیریدو په مهال ژوند له لاسه ورکړی دی.
دا مقاله شریکه کړي