یونان ته په لاره د کډوالو کښتۍ کې افغان ماشوم ساه ورکړه
یو لس کلن افغان ماشوم له کډوالو په یوه ډکه کښتۍ کې چې ۶۶ تنه یې له ترکیې څخه د یونان لیسبوس ټاپو ته لیږدول، ژوند له لاسه ورکړ. دا خبر د یونان خبري اژانس (ANA) د نومبر په ۲۵مه خپور کړی دی.
د یاد شوي اژانس په حواله، ویره هغه وخت ډیره شوه چې کله په کښتۍ کې سپرو کډوالو د اروپا د سرحدي ادارې (Frontex) د ګزمۍ بیړۍ ولیده، دوی له دې وډار شول چې بیرته به یې ترکیې ته وګرځوي.
دغه ماشوم د بیهوښۍ په حالت کې له بیړۍ څخه د لیسبوس ټاپو مرکزي روغتون اوسټانیو ته انتقال شو؛ خو وروسته یې د مرګ خبر خپور شو. دا ماشوم په بیړۍ کې له خپل مور و پلار او دوه کوچنیو خویندو سره و. کله چې د هلک مور پوه شوه چې زوی یې په ګڼه ګوڼه کې ساه ورکړې، نوهڅه یې کوله چې سمندر ته ټوپ کړي او ځان وژنه وکړي، خو د ساحلي ځواکونو لخوا وژغورل شوه.
دغه پیښه د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو له هغه اعلان یوه ورځ وروسته وشوه چې ویلي یې و له ۲۰۰۰ ام، کال راهیسې له (۳۳۰۰۰) ډیر کډوال چې اروپا ته یې د مدیترانې سمندر څخه د رسیدو هڅه کوله، وژل شوي دي. مدیترانه د نړۍ په کچه مرګونی بندر دی.
په فلورانس کې د اروپايي پوهنتون د انسټیټیوټ پروفیسور فلیپ فارګیوس (Philippe Fargues) او د کډوالو د نړیوالې ادارې د راپور لیکوال په دې قانع نه دی چې دغې شمیرې به د انساني غمیزې اندازه کړې وي.
دا مقاله شریکه کړي