د لیبیا ساحلي ساتوونکیو له ۳۰۰ د ډیرو کډوالو مخه ونیوله
د لیبیا ساحلي ساتوونکیو ویلي چې د دوه هغو ربړۍ بیړیو مخه یې نیولې ده چې هڅه یې کوله (۳۲۴) کډوال له شمالي افریقا څخه اروپايي هیوادونو ته ولیږدوي.
د لیبیا لویدیځه ساحلي کرښه، د هغو کډوالو لپاره اساسي نکته ده چې هڅه کوي د سمندر له لارې اروپا ته لاړ شي. د دوی ډیری د افریقا له جنوبي صحرا څخه دي؛ خو اوسمهال اکثره تونسي او لیبیايي وګړي هم کوښښ کوي چې له دې لارې ګټه واخلي.
د ساحلي ساتوونکیو ویاند ایوب قاسم په یوه بیانیه کې ویلي: (( دغه کډوال له غربي ښار زورا څخه شاوخوا اوه میله لرې د دوشنبې په ورځ نیول شوي دي، په دوی کې ۳۵ میرمنې او ۱۶ماشومان شامل دي.))
د دغو کډوالو ډیری یې د چاډ، نایجیریا، مالي او ایوري ساحل اوسیدونکي دي.
قاسم وايي: (( په دوی کې ځینې د تونس، پاکستان او مراکش اوسیدوونکي دي. په دوی کې همدارنګه ۳۲ کسان، چې اته یې میرمنې او شپږ یې ماشومان دي، له لیبیا څخه دي او درې کورنۍ هم پکې شاملې دي. ))
له لیبیا څخه د تیریدونکیو کډوالو په شمیره کې د جولای له میاشتې راهیسې ټیټوالی راغلی دی، ځکه چې د ایټالیې او اروپايي ټولنې لخوا وسلوالې ډلې او ملي چارواکي تر فشار لاندې راغلي چې د روانیدونکیو کډوالو په مخ لاره بنده کړي.
د ایټالیا د کورنیو چارو وزارت د احصایې له مخې، د ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کلونو ترمنځ له لیبیا څخه ایټالیې ته د را رسیدونکیو کسانو په شمیره کې په حیرانوونکې توګه ۶۲٪ ټیټوالی راغلی دی.
دا مقاله شریکه کړي