په برلین کې د مهاجرینو په مرکز کې کډوالو د ژوندي پاتې کېدو لپاره بد لمنۍ ته مخه کړې

د (‌‌ZDF) په نوم یوه جرمني ټلویزیوني چاینل داسې شواهد موندلي چې په برلین کې میشت کډوال د ژوندي پاتې کیدو لپاره ځان پلورنه ( جسم فروشي) کوي.
د کډوالو د یوه مشهور پنډغالي ساتوونکي د دلال تمثیل کوي او په کډوالو کې د جنسي معاملې لپاره مشتریان پیدا کوي.
ډیری کډوال د ځان پلورنی کاروبار کوي، د دوی په باور دا یواځنۍ لاره ده چې پیسې ترې ترلاسه کوي او بیا په دې پیسو خپلې کورنۍ تمویلوي او د هغو قاچاقچیانو پورونه پرې کوي چې اروپا ته یې را رسولي دي. اکثریت یې نابالغه دي او یا هغه کډوال دي چې د پناه غوښتنې درخواستونه یې رد شوي دي.
د (‘Moabit helps’) په نوم د برلین د کډوالو مرسته کوونکې ادارې یوې کارکوونکې ډیانا هینینګیز (Diana Henninges) دا موضوع داسې تشریح کړې: (( دا فشار د دې احساس زیږنده ده چې؛ زه رد شوی یم، اجازه نه راکول کیږي چې کار وکړم ، د کار اجازت نلرم. دلته د ناهیلۍ همیشنۍ ویره ده.))
د برلین د ویلمیرسډروف (Berlin Wilmersdorf) د کډوالو مرکز یوه ساتوونکي اعتراف کړی چې په پټه توګه د یو دلال په توګه کار کوي او وايي چې دا ډیر ګټور کاروبار دی.
هغه وايي: (( د هرې رابطې جوړونې په بدل کې ۲۰ ایرو اخلم، په همدې دلیل زه دغه اړیکې جوړوم، کډوال یوازې پیسو ته اړتیا لري.))
د روان کال په اپریل کې د جرمني خیریه ادارو راپور خپور کړی و چې د هغه ځوانو کډوالو په شمیر کې ډیروالی راغلی چې جرمني کې یې بد لمنۍ ته مخه کړې، چې د اړتیاو پوره کولو لپاره پیسې پیدا کړي.
د راپور په حواله، په مشخصه توګه د افغانستان، پاکستان او ایران د هغو کډوالو په شمیره کې لوړوالی راغلی چې په جنسی کارونو اخته شوي دي.