اتریش به د اروپايي ټولنې د مشرتوب په مهال د کډوالو ضد پر کړنلارو تمرکز وکړي

د اتریش صدراعظم سیباستین کورز(Sebastian Kurz) د اروپايي ټولنې غړو په غیر رسمي ناسته کې ګډون وکړ. په دغه ناسته کې چې د بلجیم پلازمینې برسلس په مقر کې د روان میلادي کال د فبروري په ۲۳مه جوړه شوې وه،  د اروپايي شورا د ایالاتونو او یا حکومتونو ۲۷ مشرانو پکې ګډون کړی و.

اتریش هڅه کوي چې د اروپايي ټولنې له راتلونکي مشرتوبه ګټه واخلي او اروپا کې د کډوالو د ځای په ځای کیدو پر ځای، اروپايي هیوادونو ته د کډوالو د جریان په بندولو تمرکز وکړي.

صدراعظم سباستین کوروز اوسمهال د اتریش د یوه ائتلافي حکومت مشري کوي. دا ائتلاف له ښي اړخو او د کډوالو ضد د ازادي ګوند څخه جوړ دی.

اتریش به په جولای کې د اروپايي ټولنې شپږ میاشتنی دوره يي مشرتوب ترلاسه کړي او په دې موده کې به د کډوالو پر ضد کړنلارو او د سرحدونو پر امنیت تمرکز وکړي. دا خبره صدر اعظم کوروز د مارچ په نهمه کړې ده.

د اروپايي ټولنې غړي د کډوالۍ د موضوع په اړه ویشل شوي دي، ختیځ غړي لکه پولنډ او هنګري د کډوالو  کوربتوب ردوي او د یوې ټاکلې اندازې کډوالو د ځای ځاي کیدو د سیستم مخالفت کوي.

کوروز یوې خبري ناستې ته د وینا په مهال د اروپايي ټولنې د مشرتوب په اړه د خپل هیواد لومړیتوبونه په ګوته کړل.

نوموړي خبریالانو ته وویل: (( زموږ موخه ډیره روښانه ده او هغه دا چې په اروپا کې باید یوازې  د کډوالو د ویش په اړه مناقشه نه وي، بلکې همدارنګه باید د خارجي سرحدونو پر امنیت هم تمرکز وشي.))

کوروز همدارنګه وویل چې دلته د دې اړتیا نشته چې د یوې ټاکلې اندازې د کډوالو منلو په موجوده سیستم بحث وشي؛ ځکه د اروپايي ټولنې ختیځو غړو د هغوی منل رد کړي دي. هغه د دې په ځای د یوه داسې سیستم په اړه د بحث علاقمندي وښوده چې له مخې یې د مدیترانې سمندر څخه راتیریدونکې کډوال خوندي شي او یا اروپا ته د انتقال پر ځای  بیرته افریقا ته وګرځول شي او ژمنه یې وکړه چې له یوې مخې به ناقانونه کډوالي دروي.

کوروز وویل: ((  یوازې د سرحدونو ساتنه به د کډوالۍ په اړه پوښتنه حل نکړي، خو اساسي پوښتنه دا ده چې هغه خلک به له څه سره مخ شي چې نجات ورکړل شي او یا مرکزي اروپا ته راوړل شي او یا بیرته دوی خپلو اصلي هیوادونو ته وګرځول شي او یا چیرته خوندي سیمو ته انتقال شي، ایا هلته به دوی ته څه شی چمتو کړی شي؟))

د اتریش صدراعظم زیاته کړه چې د اروپايي ټولنې د سرحدونو ادارې فرانټکس (Frontex) د ماموریت پراخیدل اساسي لاره ده چې د کډوالۍ جریان په ټپه ودروي.