نا دولتي موسسې د فرانسې په شمال کې د کډوالو وضعیت ته اندیښمنې دي

دیارلس کلن افغان کډوال نبي، اروپا ته خپل سفر یو کال مخکې پیل کړ. هغه د خپلو والدینو لخوا هڅول شوی و چې انګلستان ته په ناقانونه توګه سفر وکړي.
په هر صورت، نبي له یوه سخت سفر وروسته ،چې کورنۍ ته یې په زرګونو پاونډو تمام شو، تیرې دوه میاشتې د فرانسې په شمال کالایس کې ایسار پاتې شو. د ګڼو نورو کډوالو په څیر هغه هم هیله درلوده چې د انګلستان له سرحدونو تیر شي؛خو په سرحدونو کې د ټینګ امنیت له کبله هغه بریالی نشو.
د نبي په څير د افریقا او منځني ختیځ ګڼ شمیر نور کډوال د کالایس په سیمه کې سره یو ځای شول. د دوی اکثریت په ځنګل کې پر سپین میدان ویده کیږي، دوی نه کوم ښه پناه ځای لري او نه خیمې.
تیر کال، د فرانسې حکومت په کالایس کې غځیدلی کیمپ ویجاړ کړ. دا کیمپ چې د ( ځنګل ) په نوم هم یادیږي، د زرګونو کډوالو کوربه و. اوس غیر دولتي موسسې اټکل کوي چې له ( ۷۰۰) ډیر کډوال ،چې بې سرپرسته ماشومان هم پکې شامل دي، بیرته همدې سیمې ته راګرځیدلي دي.
نبي وايي: (( دا ډیره سخته ده. زه په ځنګل کې ویده کیږم. خو کله چې پولیس راشي او پر موږ اوښکې بهونکی ګاز وشیندي، نو موږ مجبور شو چې وخوځیږو. )) هغه زیاتوي: (( ساړه دي. ځینې وخت باران وي. ځینې وخت افغانان او افریقایان خپلو کې جګړه کوي. دلته ژوند ډیر خطرناک دی. ))
نا دولتي موسسې اندیښمنې دي چې د نبي په څیر کډوال ،چې د ژوندي پاتې کیدو لپاره مبارزه کوي، څنګه له یوه بل ژمي سره مقابله وکړی.
د کډوالو لپاره د یوې خیریه ادارې کارکوونکی اني ګاوریلیسکو( Annie Gavrilescu ) تومسن ریوټرز خبری اژانس ته ویلي: (( اوسمهال له ټولو ډیر ویرونکی شی دا دی چې موږ به یوه ورځ په لرګیو کې قدم وهو او یو یخ وهلی جسد به وینو.))
له کالایس سره د مرستې ادارې ( Care4Calais) موسس کلایر موزلي ( Clare Moseley) وايي: (( اوس ځنګل خالي شوی او حالت نور هم ناوړه شوی دی. )) هغه زیاتوي: (( کله چې دلته کیمپ و، موږ لږ تر لږه ابتدايي روغتیايي امکانات لرل او خلکو په خیمو او پناه ځایونو کې ژوند کاوه. اوس دوی پر سپین میدان ویده کیږي. دا واقعا ډیر خطرناک وضعیت دی. ))