افغان ښځینه فوټبال ټیم به د پاریس په لوبو کې برخه واخلي

د فوټبال ځوانې افغان لوبغاړې به فرانسې ته لاړې شي او هلته به د جولای په میاشت کې په پاریس کې په نړیوالو لوبو کې برخه واخلي. دا لوبې هر کال کیږي او  د لسو څخه تر ۲۵ پورې عمر لرونکو ځوانو لوبغاړو ته فرصت ورکول کیږي چې یو بل سره د ورزش په بیلابیلو کټګوریو کې سیالي وکړي. سږ کال تمه ده چې د (۶۰) بیلابیلو هیوادونو  له (۱۵۰۰۰) څخه ډیر وګړي په دې سیالیو کې  برخه واخلي.

په دغو سیالیو کې به د توانا ښځینه فوټبال کلب د (۱۹ او ۱۶) کلونو ټیټ عمر لرونکي لوبغاړې د افغانستان استازیتوب وکړي. دا ډله درې کاله مخکې چمتو شوې او د کابل د ښځینه و په پریمیر لیګ کې یې سیالي کړې ده. دا ټیم د یوه غښتلي ټیم په توګه را څرګند شوی دی چې (۱۰) غړي یې د افغانستان په ملي ټیم کې لوبیږي.

د توانا کلب روزونکې هاجر ابو الفضل وايي چې دغه سیالۍ به یې د ټیم لپاره غوره تجربه وي: ((  دا لومړی ځل دی چې زموږ ټیم به په نړیوالو لوبو کې لوبیږي. له ژمي راهیسې موږ سخت تمرینونه کوو چې له دغو سیالیو څخه د قناعت وړ نتیجه ترلاسه کړو. ))

له بریاوو سره سره یاد شوی ټیم د خپلو غړو د لا پرمختګ لپاره لږه بودجه لري. هاجر چې د افغانستان د ښځینه و ملي ټیم لوبغاړې ده باوري ده چې په افغانستان کې تر اوسه د ښځینه وو فوټبال ټیم پوره نه دی مشهور شوی.

هغه وايي: (( د میرمنو ورزش حتی په لویدیځ کې لکه د امریکا په څير هیواد کې قوي بنیاد نلري، نو دا له توقع پورته نه ده چې موږ د افغانستان په څیر یوه دودیز هیواد کې ملاتړي ولرو. د ښځینه و د فوټبال نور کلبونه هم لکه موږ غوندې له اقتصادي ننګونو سره مخ دي. ))

دغه  ستونزې د توانا کلب د ځوانو لوبغاړو مخه نشي نیولی او دوی ځان ته د پاریس په لوبو کې لوړ هدف ټاکلی دی.