افغانستان کې د کرکیټ لیګ لوبې پیلیږی

د افغانستان د کرکټ بورډ مشر عاطف مشعل اعلان وکړ چې پلان لري د لومړي ځل لپاره د کرکټ لیګ ساحوي لوبې پیل کړي. دا به خصوصي سکتور ته فرصت ورکړي چې خپل ټیمونه جوړ کړي او خپل ټیمونو ته لوبغاړي غوره کړي او دوی ته په منظمه توګه معاش ورکول کیږي.
د وخت يه تیریدو سره نوموړی ټیمونه خپل منځی ټورنمنټونه تر سره کوی او په همدی ډول به لیګ جوړ شی. تمه کیږی د لیګ لومړنی ټورنمنټ په را روان کال کښی تر سره شی.
مشعل وايي: (( دا به کرکټ سره مرسته وکړي چې افغانستان کې لاپسې وغوړیږي، په دې توګه به کرکټ لوبغاړو او کرکټ بورډ دواړو ته ګټه ورسیږي.))
تر دې مهال اوه بانکونو لیګ کې  ثبت نام کړی دی.دا بانکونه به د خپلو ټیمونو لپاره لوبغاړي غوره کړي او له دوی سره به د اوږده وخت لپاره قرار داد وکړي. د کرکټ لوبغاړو ته به په منظمه توګه لکه د بانک د نورو کارکوونکیو په څیر تنخواوی چمتو شي. دا به ډیرو نوو کرکټ لوبغاړو ته کاري فرصتونه برابر کړي.

مشعل وايي: ((  دا به د کرکټ لوبغاړو ته د عایداتو یوه غوره سرچینه شي او کرکټ بورډ به د کلني امتیاز له درکه پیسې لاسته راوړي. دا لیګ د افغانستان لپاره ډیر مهم دی، ځکه چې دا د ټیم دغړو لپاره مالي سهولتونه برابرکړی.
مشعل وايي: په کابل کې د کرکټ د یوه معیاري لوبغالي جوړول یې په روان کال کې له لومړیتوبونو څخه دی. ددی لوبغالی جوړول به په سیمیزه کچه د کال تر پایه ډیری کاری فرصتونه پیدا کړی.
دا مهال ګڼ نړیوال لوبغاړي پرته له امنیتي ویرې په کابل کې له کرکټ لیګ سره ،چې د شپږیزې په نوم یادیږي، یو ځای شوي دي. په کابل کې د کرکټ د غوره لیګ تاسیس او  د کرکټ لپاره د معیاري لوبغالي جوړولو سره به ډیر کسان دندې پیدا کړي او کور د نننه فرصتونه به وکارول شي.