اتریش افغانې خویندې را وشړلې

دوه افغانې خویندې چې په ۲۰۱۶ کال کې اتریش ته رسیدلې وې، له دې هیواد څخه بیرته شړل شوي دي. دا خبره په ګڼو خبري سرچینو کې راغلې ده.
د بي بي سي د راپور په حواله، اتریشي چارواکیو دغه خویندې بیرته کروشیا ته شړلي، ځکه چې اروپايي ټولنې ته د داخلیدو لپاره دوی لومړی کروشیا ته را ننوتلې وې. دا د ډوبلین له اصولو سره سم کار دی د کومو له مخې چې شرط ګرځول شوې چې پناه غوښتونکي باید هغه اروپايي هیواد کې د پناه غوښتنې لپاره در خواست وکړي چې لومړی ځل ورته داخل شوي وي.
د افغانستان له پریښودو وروسته، د خدیجې او زینب جعفري په نوم دغه خویندې له خپلو درېیوو ماشومانو سره د صربیا له لارې کروشیا ته سفر وکړ چې د اروپايي ټولنې غړی هیواد دی. کروشیايي مسوولینو دوی ته د سلوانیا لپاره ټرانسپورت چمتو کړ او دغو خویندو او ماشومانو بیا اتریش ته مخه وکړه. دوی په اتریش کې د پناه غوښتنه وکړه.
دغه خویندې اروپايي عدليي محکمې ته تېر کال د استناف لپاره لاړې؛ خو اروپايي محکمې د ۲۰۱۷ کال په جولای کې حکم صادر کړی چې د ډوبلین مقررات په هر ځای کې پرته له استثنی د عملي کیدو وړ دي. پداسی حال کی چې دغه خویندې او اولادونه یې په اتریش کې مدغم شوي وو؛ خو دې کار ته د اروپا په عدليي محکمه کې پاملرنه ونه شوه.
له ډیاکوني (Diakonie) مرستندویه ډلې سره د پالیسۍ سلاکار کریستوپ ریډل (Christoph Riedl) له اسوشیټید پریس سره په خبرو کې ویلي چې د ډوبلین د اصولو د یوې برخې په توګه اتریش په سلګونو پناه غوښتوونکي شړلي دي.

بي بي سي په راپور کې له یوه فعال نقل قول راخیستی چې جعفري خویندې او د دوی ماشومان به له اتریش څخه وشړل شي، دوی د مارچ په ۱۳مه، د کروشیا په پلازمینه زاګریب کې د کډوالو کیمپ ته لیږل شوي دي.
دې کیس (قضیې) د هغو مهاجرینو په راتلونکي چې د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو کې ، چې اروپا ته د مهاجرینو د اوج و موج وخت بلل کیږي، سیوری وغورځوه.