په ترکیه کې له ۲۰۰ ډیر کډوال نیول شوي

د ترکیې ساحل ساتوونکیو ویلي چې په ټولیزه توګه (۲۰۳) کډوال چې له دې هیواد څخه یې یونان ته د رسیدلو هڅې کولې د اپریل په شپږمه په بیلابیلو عملیاتو کې د ساحل په اوږدو کې نیول شوي دي.
د زینهوا خبري اژانس په حواله، ترکي ساحل ساتوونکیو (۳۹) کډوال چې میرمنې او ماشومان هم پکې وو، د سویل لویدیځ ولایت موګلا په بودرم ولسوالۍ کې نیولي دي. د کډوالو دغه ډله په یوه کوچنۍ پړسول شوې بیړۍ کې وه او مخ په یونان روانه وه.
د ترکیې ساحل ساتوونکیو په یوه بیانیه کې ویلي چې نور( ۱۱۱) بې اسنادو کډوال د ازمیر ولایت په درېوو بیلابیلو برخو کې نیول شوي دي او د ایډن او کاناکل په ولایتونو کې بیا ( ۵۳) سوریايي کډوال نیول شوي دي.
بیانیې زیاته کړې چې په دې عملیاتو کې پنځه انساني قاچاقبر هم نیول شوي دي.
د ترکیې د ساحل ساتوونکیو لخوا د را غونډو شویو معلوماتو له مخې، په روان کال کې (۴۴۵۱) ناقانونه کډوالو له ترکیې څخه د یونان ټاپو ګانو ته د رسیدو هڅې کړي دي.

د یوه مربوطه خبر له مخې، د ترکیې ساحل ساتوونکیو ویلي چې دوی د اپریل په شپږمه، (۳۷) کډوال د یونان په ختیځ کې د لیوس ټاپو ته نږدې د اژین په سیند کې ژغورلي دي. دا کډوال په یوه ټوپي ( ربړۍ) کښتۍ کې سپاره وو.
په یوه جلا عملیات کې چې د اروپايي ټولنې د سرحد څارنې ادارې ( فرانټیکس) لخوا تر سره شوي، د لیسوس ټاپو ته نږدې (۵۷) کډوال ،چې په یوه پړسول شوې بیړۍ کې سپاره وو، نیول شوي او د یاد شوي ټاپو مرکز میټیلیني ته لیږدول شوي دي.
د اروپايي ټولنې او ترکیې تر منځ د شوي تړون له مخې د ۲۰۱۶ کال له مارچ راهیسې، چې له ترکیې څخه د یونان ټاپوګانو ته ناقانونه کډوال ور ځي ، نو ټول به بیرته ترکیې ته ګرځول کیږي.