ترکیه د افغان کډوالو د را شړلو پلان لري

د ترکیې پریس ټلویزیون په حواله، د دغه هیواد د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې له ختیځې ترکیې څخه به نږدې (۶۰۰) غیر قانوني افغان کډوال بیرته کابل ته را وشړي.
دا افغان کډوال د ایران له لارې ختیځې ترکیې ته تللي او هلته بیا د ترکیې امنیتي ځواکونو لخوا د کډوالۍ ولایتي مسوولینو ته سپارل شوي دي.
د کورنیو چارو وزیر د اپریل په اوومه په یوه بیانیه کې ویلي چې په ختیځ ولایت ارزروم کې د (۵۹۱) کډوالو د را شړلو پروسه بشپړه شوې او اوس کابل ته د هغوی د را لیږلو لپاره الوتکې کرایه شوي دي چې دغه کسان افغانستان ته ولیږدوي.
په بیانیه کې راغلي: (( زموږ په نورو ولایتونو کې د کډوالو د بیرته شړلو د پروسي د بشپړیدو په تعقیب به د راشړلو پروګرام چټک شي او تر راتلونکیو څو ورځو پورې به جریان ولري. ))
د ترکیې د حریت اخبار په حواله، په زرګونه افغان کډوال په نږدې میاشتو کې ترکیې ته داخل شوي، دوی له سرحدونو څخه ارزروم ته په ورځو ورځو مزل کوي.
د نصرالدین په نوم یوه تازه را شړل شوي کډوال الجزیرې ته ویلي چې هغه افغان ځوانان چې غواړي ترکیې ته لاړ شي، لویه تیروتنه کوي ځکه دوی پر ناقانونه لارو د سفر په درد نپوهیږي.
نصرالدین، د هغو مزلونو کیسې وکړې چې په غرونو او دښتو کې یې وهلي وو. مخکې له دې چې د ایران له سرحده را تېر شي کله به یې په سړه او کنګل کوونکي هوا کې په ساعتونو مزل کاوه.
نصرالدین وویل : (( ما په غره کې مزل کول تجربه کړل، ما له تندې څخه د مړو شویو کسانو جسدونه ولیدل؛ ډيری جسدونه د افغانانو هم وو.)) نصرالدین اوس په کابل کې دی او د محلي خوړو یو رسټورانټ چلوي. هغه نور ترکیې ته د ناقانونه کډوالۍ هیڅ پلان نلري.