مخکښې افغان میرمنې له نارینه وو سره یو ځای د میراتون مسابقه کی ځغاسته کوي

له ۲۰۰ ډیرو مخکښو ښځو په بامیانو کې د محافظه کارۍ او دودیزو چوکاټو پر وړاندې د کرکې ښودلو په موخه له نرانو سره یو ځای د اوږدې ځغاستې په سیالیو کې برخه واخیسته. دغه ښځې د هغو خلکو لخوا ،چې عقیده لري میرمنې باید په دغه شان لوبو کې برخه وانخلي، د کنځلو او ډبرو وارولو له خطر سره مخ شوې.
یویشت کلنې ریحانې د (NBC) خبري اژانس د دې پوښتنې په ځواب کې چې په دغه سیالۍ کې یې د ګډون انګیزه څه وه؟ وویل چې په دې توګه غواړي خپله ازادي وښيي. ریحانه وايي: (( میرمنو ته ویل کیږي چې دوی باید لوښي ووینځي، دوی باید ماشومان وپالي. زه دا نه خوښوم، ځکه کله چې زه هلکان وینم، دوی ډیره ازادي لري.))
ریحانه د منډې وهوونکیو میرمنو په ګروپ کې روزل شوې، دا ګروپ د ( Free to Run) په نوم د غیر انتفاعي اداري لخوا درې کاله مخکې تاسیس شوی.
فري‌ ټو رن ، د هغو کسانو لپاره چې غواړي‌ منډې ووهي د انتقال وسیلې ( موټر) په داسې ډول سره چمتو کوي چې په هېڅ ډول نښه نلري؛ دوی مخفي‌ او خوندي ځایونو ته انتقالوي‌ ترڅو هلته بې له کومې ویرې په ښه ډول وروزل شي.
منډه وهونکی او د بشري حقونو قانون پوه سټیپین کیس ( Stephanie Case) چې د لومړي ځل لپاره یې دغه اداره تاسیس کړه وايي: (( موږ چې څه کوو هغه له سپورته ډیر زیات دي. دا د پیاوړتیا او تغییر په اړه دي. ))
منډې وهوونکي موخې ټاکي او همدارنګه نوي مهارتونه زده کوي لکه د سکیټ لوبه، بایسکل چلول او د ترمیم ساده مهارتونه.
د فري رن ګروپ میرمنې د مډال لپاره ځغاسته نکوي، دوی غواړي ثابته کړي چې هغه څه کولای شي، کوم چې هلکان یې کولای شي. ریحانه وايي: (( دا منم چې انجلۍ یم خو کولای شم چې هر چیرته لاړه شم او زه به خپلواکه اوسم.)