په ۲۰۱۷ کال کی جرمني کی د پناه غوښتنې درخواستونه په بی ساری بڼه کمیدل

په ۲۰۱۶ کال کې جرمني ته د رارسیدلو کډوالو او د پناه غوښتنې لپاره د هغوی د درخواستونو شمیره (۲۸۰۰۰۰) وه، خو دا شمیره د ۲۰۱۷ کال تر پایه، (۱۸۶۰۰۰) ته را ټیټه شوه.
له کله نه چې په ۲۰۱۵ کال کې د کډوالو بهیر بیا ځلې پیل شو، جرمني د منځني ختیځ او د افغانستان سلګونه زره کډوالو ته له ټولو اروپايي هیوادونو څخه ډیر، د ورتګ لپاره د خوښې ځای وګرځید.
د جرمني د کورنیو چارو وزارت لخوا د خپرو شویو ارقامو له مخې، په ۲۰۱۵ کال کې له (۸۹۰۰۰۰) ډیر کډوال جرمني ته را ورسیدل، دا هغه وخت و چې جرمني د کډوالو لپاره د پرانیستو دروازو کړنلاره غوره کړې وه. د کډوالو د هجوم پر وړاندې د راپورته شویو اندیښو ته د ځواب ویلو په موخه، د جرمني لومړۍ وزیرې انګیلا مرکل سږ کال موافقه کړې چې د نويو کډوالو کچه به تر (۲۰۰۰۰۰) پورې وي.
سوریايي اتباع په جرمني کې د پناه غوښتوونکيو لوړه شمیره جوړوي. دا تعداد له (۴۷۰۰۰) څخه اوښتی دی. ورپسې عراق دی چې د کډوالو شمیره یې شاوخوا (۲۱۰۰۰) ته رسیږي او بیا افغانان دي چې شمېره یې (۱۲۰۰۰ ) ده.
جرمني ته د کډوالو د شمیرې د بیساري را ټیټوالي عمده لامل دا دی چې بالکان هیوادونو خپل بندرونه تړلي دي، همدارنګه اروپا له ترکیې سره همکاري ډيره کړې ده چې اروپا ته د کډوالو له داخلیدو څخه مخنیوی وشي.

نوو امنیتي اقداماتو هم د کډوالو لپاره د پناه غوښتنې لړۍ خورا سخته کړې ده. د ګرځنده ټیلفونونو اطلاعاتو ته د لاسرسي سربیره، د جرمني چارواکیو همدارنګه د خبرو د پیژندګلوي ازمايښت هم پیل کړی دی، ترڅو د کډوالو د اصلي هیواد په اړه د شک په صورت کې د هغوی ګړدود(لهجه) معلومه کړي.
د ( AFP) خبري اژانس په حواله، د جرمني کورنیو چارو وزیر (Thomas de Maiziere )په برلین کې خبریانو ته ویلي: (( دا د جرمني د امنیت لپاره ستره بریا ده. ))