ایران به افغانانو ته د کار ویزې ورکړې

له ایران سره د سپټمبر د ناستې په تعقیب، د افغانستان د کډوالو چارو وزیر عالمي بلخي وویل چې د ایران حکومت موافقه کړې چې له سپتمبر وروسته به په ایران کې میشتو افغان کډوالو ته د کار ویزې او جواز ورکړي.
د ایران د کورنیو چارو وزیرعبدالرضا رحمانی فضلی د معلوماتو له مخې، تیر کال ( ۷۳۰،۰۰۰) افغان کډوالو ایران پریښود؛ خو ډیری یې بیرته را وګرځیدل.  رحماني وايي چې ایران پر خپلو سرحدونو کنټرول ساتي خو بیا هم افغانان په اسانی سره د ایران خاوری ته را داخلیږی.
د ایران د کورنیو چارو وزیر رحماني فضلي د څرګندونو له مخې، افغانانو ته د کار ویزې چمتو کول به د انساني قاچاق پر وړاندې له مقابلې سره مرسته وکړي؛ کوم چې کډوال استثماروي؛ ځکه دلته به اوس یوازې یوه رسمي لاره وي چې خلک به پرې په قانوني توګه داخلیږي.
رحماني وايي: (( موږ  په دې راضي یوو چې که څوک غواړي ایران ته لاړ شي نو اوس باید د قانوني ویزې غوښتنه وکړي. په دې توګه به موږ له انساني قاچاق څخه مخنیوی وکړو ، ځکه څوک چې پر قاچاقي لاره راځي هغوی انساني قاچاقبرو ته په لاره کې  پیسې ورکوي او یا وژل کیږي. ))  هغه زیاته کړه : ((  بې اسناده کډوال ایران ته د امنیت او ښه ژوند  په برخه کې ستونزې جوړولاي شی او باید په نښه شي. ))
هغه خلک چې ایران کې د اعتبار وړ ویزې له لرلو  پرته ژوند کوي ډیری وخت د قاچاق او ناوړه استفادې ښکار کیږي. دا مهال په ایران کې له درې میلیونو ډير بهرنیان اوسیږي چې اکثریت یې افغانان دي.
د ایران د کورنیو چارو وزیر همدارنګه ویلي چې دی له دې خبر دی چې په اروپا کې افغانانو سره ناوړه چلند کیږي، خو ټینګار کوي چې په ایران کې به داسې ونشي.
هغه وايي:  (( افغان کډوال زموږ د خلکو په څير فارسي خبرې کوي، دوی ته چانس ورکول کیږی چې کار وکړي او همدلته ژوند وکړي. ))