افغانې فلم جوړونکې معتبره جایزه ترلاسه کړه

رویا سادات مشهوره افغان فلم جوړونکې د نړۍ د هغو لسو میرمنو په کتار کې ده چې د زړورو ښځو نړیواله کلنۍ جایزه یې ترلاسه کړه.
سادات، خپله جایزه په هغو مراسمو کې ترلاسه کړه چې د مارچ په ۲۳مه، د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت کې د دغه هیواد د لومړۍ میرمنې په ګډون جوړ شوي و.
مراسمو ته د وینا په مهال د امریکا لومړۍ میرمنې میلاني ټرمپ د ګټوونکیو میرمنو د زړورتیا او ټینګ عزم ستاینه وکړه.
د طلوع نیوز په حواله میلاني ټرمپ وویل: (( هغه زړورې میرمنې چې موږ یې نن دلته درناوی کوو، اتلانې دي. ))
هغې زیاته کړه چې جایزه ګټونکې میرمنې ماشومانو، په ځانګړې توګه نجونو ته په خپلو هیوادونو کې الګو دي.
رویا سادات په ۱۹۸۱ کال کې په هرات کې زیږیدلې ده. هغې تل د فلم جوړونکې خوب لیده، حتی طالبانو ونشو کولای چې هغه د خپلو خوبونو له رښتیا کولو منع کړي. سادات د خپل لومړي فلم خاکه ،چې درې نکتې نومیده، هغه وخت ولیکله چې طالبان لا په قدرت کې وو.
په ۲۰۰۳ کې سادات د رویا فلم کور تاسیس کړ. له دې وخت راهیسې هغې له ۳۰ ډیر مستندات، فلمونه او ټلویزیوني پروګرامونه تولید کړل. ټول تمرکز یې د افغان میرمنونو او نجونو د ژوند پر واقعیتونو و او د همدوی کیسې یې کولې. په ۲۰۱۳ کال کې سادات د افغانستان د میرمنو نړیوال فلمي فسټیوال تاسیس کړ چې ښځینه فلم جوړونکيو ته وده ورکړي او د هنر له لارې افغان میرمنې ځواکمنې کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله هیدر نورت چې د جایزو ورکولو د مراسمو کوربتوب یې کاوه وویل چې ګټوونکې میرمنې ټولې په خپل ژوند کې له ډیرو ننګونو سره مخ شوي، خو دوی هیڅکله ماته نه ده منلې.
د خبرونو په حواله ناویرټ ( Nauert) نندارچیانو ته ویلي: (( سږ کال موږ لس فوق العاده میرمنې په ګوته کړي چا چې یوازې د زړورتیا او رهبري نمایش نه دی ورکړی، بلکې د خپلو باورونو لپاره یې هره ورځ مبارزه کړې. ))
د ښځو د زړورتیا نړیواله جایزه د نړۍ په کچه هغه چاته ورکول کیږي چا چې د سولې، عدالت، بشري حقونو، د جنسیت مساوات او د ښځو د ځواکمنتیا په لاره کې خپله زړورتیا او رهبري ښودلي وي. چې ډیری وخت دا د فردي خطر او قرباني سره مخ وي.
ناویرټ زیاته کړې چې رویا سادات د دې لپاره د درناوي وړ ده چې په افغانستان کې یې سکوت مات کړی. هغې خپل هنر او سینما د دې لپاره کارولې چې د هغو ننګونو پر وړاندې خلک خبر کړي چې میرمنې او نجونې ور سره مخ دی. سره له دې چې دا ورته خطر و…
نورې نهه جایزه ګټونکې له ګواتیمالا، هاندراس، عراق، ایټالیا، قزاقستان، کوسوو، موریټانیا، راونډا او ټایلنډ څخه راغلې وې.