آلمان له افغانستان سره ۸۰ میلیونه یورو مرستی ته ژمن دي
د افغانستان د مالیې وزارت او د جرمني حکومت په استازیتوب د ( KFW) بانک تر منځ یو تړون لاسلیک شو. د دې تړون له مخې به آلمان افغانستان سره (۸۰) میلیونه یورو مرسته کوي.
د مالیې وزارت ویاند اجمل عبدالرحیمزي د ډیچولې تلوزیون له دري څانګې سره په یوه مرکه کې ویلي چې دغه مالي مرسته به د روغتیا، تعلیم او اوبو چمتو کولو د پرمختګ او د فقر د کمولو په برخه کې ولږول شي.
عبدالرحیمزي، د اداري فساد اندیښنې ته په اشارې، ټینګار وکړ چې حکومت به په شفافه توګه دغه پیسې ولګوي.
په افغانستان کې اقتصادي کارپوهان په شفافه توګه د بهرنیو مرستو د مصرفولو په اړتیا ټینګار کوي.
د اقتصادي چارو کارپوه مسعود حسیني وايي: (( په حقیقت کې دلته ځینې بې اعتمادۍ شته؛ خو دا زموږ پر هیلو اغیز نه کوي. فکر کوم، بهرني هیوادونه لکه آلمان ، انګللستان او په ځانګړې توګه امریکا متحده ایالات هڅه کوي چې د دغه شان مرستو په چمتو کولو د افغانانو بایللی اعتماد بیرته راژوندی کړي.))
د افغانستان د بیارغاونې وجهي صندوق په ۲۰۰۲ کال کې تاسیس شوی او د نړیوال بانک لخوا یې څارنه کیږي. له تاسیس راهیسې آلمان ورسره نږدې ۴۷ میلیارده افغانۍ مرسته کړې ده.
دا مقاله شریکه کړي