د افغان سوداګرو میرمنو ملاتړ

په افغانستان  کې سلګونو میرمنو د (سوداګرۍ له لارې سوله) پروګرام لخوا روزنه ترلاسه کړې ده. دغه پروګرام د ښځو د اقتصادي پیاوړتیا د انسټیټوټ ( IEEW) او د امریکا بانک په مرسته فعالیت کوي.

د دغه ابتکاري عمل له لارې ټریننګونه، حمایوي سټراټیژیک پلانونه چمتو کیږي او مشورې ورکول کیږي چې سوداګرې میرمنې د دې وړتیا پیدا کړي چې خپله سوداګري وغوړوي او خپله ټولنه ځواکمنه کړي.

یوولس کاله وړاندې،  کله چې دغه پروګرام پیل شو نو (۸۰٪) میرمنې  چا چی روزنه لیدلي نن سبا په سوداګرۍ بوختې دي. دغو میرمنو په زرګونو کاري فرصتونه چمتو کړي، سیمه ییز اقتصاد ته یې وده ورکړې او له ثبات سره یې مرسته کړې ده.

سږ کال به د پروګرام ګډونوالو ته یو په یو لارښوونې وشي او په هغه ټریننګ کې به برخه واخلي چې د امریکا متحده ایالاتو په بوټ کیمپ کې جوړیږي. په دې کیمپ کې به دوی زده کړي چې څنګه د پور غوښتنې لپاره درخواست وکړي، د بشري منابعو په برخه کې به زدکړې وکړي او د سوداګرۍ نور اساسي مهارتونه به زده کړي. د پروګرام زدکوونکې به همدارنګه د سوداګرۍ د ځانګړو هدفونو او ننګونو په برخه کې روزنه ترلاسه کړي.

پخوا سوداګرې میرمنې د سوداګرۍ د زدکړې، تکنالوژۍ او پانګې ته د نه لاسرسي له ستونزو سره مخ وې. د ( IEEW) او د امریکا بانک په ګډه او نوې ملګرتیا چې موخه یې د ښځو ځواکمنتیا ده، د ټولنې د ټیکاو او خوندیتوب په برخه کې د پام وړ ونډه اخیستې ده.

د امریکا بانک یو لوړ پوړی ادارې کارکوونکي اندریا سمیټ  وايي: (( له [IEEW] سره زموږ ملګرتیا د امریکا بانک د سترو هڅو یوه برخه  ده چې دلته په امریکا کې او بیا په نړۍ کې ښځې ځواکمنې کړي او اقتصادي خوځښت رامنځ ته کړي.

هغه زیاتوي: (( دغه میرمنې له خپلې سوداګرۍ سره د مرستې او د خپلې ټولنې د ټیکاو په لاره کې پر داسو ننګونو بریالۍ شوي چې هیڅ باور یې نه کیده. نو دا اړینه ده چې موږ د دوی او دوی ته د  ورته میرمنو ملاتړ وکړو. ))