په توره بحیره کې کډوال غرق شول

نږدې (۲۱) کډوال هغه وخت مړه شول چې د دوی د کب نیونې کښتۍ په توره بحیره کې د ترکیې په ساحل کې د سپتمبر په ۲۲مه ډوبه شوه.
د ترکیې ساحلي ځواک او  نورو  تجارتي کښتیو  وپتیله چې شاوخوا (۴۰) کډوال وژغوري، خو پنځه نور کډوال لا تر اوسه ورک دي ؛ د لټون او  ژغورنې عملیات یې جاري دی.
د ترکیې د ځايي مقاماتو په وینا، ډیری کډوال د عراق وو او غوښتل یې چې رومانیا ته لاړ شي، دغه هیواد د اروپايي ټولنې برخه ده. د دوی د سورلۍ کښتۍ ( چې اصلاً د کب نیونې لپاره ده) د کیفکین په ساحل کې، چې د استانبول ختیځ ته په ۲۰۰ کیلومتره کې موقعیت لري، سهار وختي غرقه شوه.
ژغورل شوي کسان کیفکین ته راوړل شول او روغتون ته ولیږدول شول. په ژغورل شویو کسانو کې یوه حامله میرمن وه خو حمل یې په شفاخانه کې ضایع شو.
تیره میاشت له ترکیې ساحل څخه رومانیا ته بحري لارې، په شدت سره هغه کډوال را جلب کړل چې اروپا ته د ورتګ هیله لري.
د ترکیې د مقاماتو لخوا چمتو شوې شمیرې ښيي چې د یوې میاشتې په ترځ کې ( د اګست له ۱۳مې د سپتمبر تر ۹ ) په تور سمندر کې  له (۸۳۰ ) ډیر کډوال درول شوي او  (۱۰) انساني قاچاقبر نیول شوي دي، دوی رومانیا ته د رسیدو هڅه کوله.