په زرګونو کډوال له پاریسه وشړل شول
د فرانسې پولیسو تېره میاشت په زرګونو هغه کډوال وشړل کومو چې د پاریس د شمال په یوه سیمه کې په پیاده رو کې د ژوند کولو لپاره خیمې درولې وې. د دې عملیاتو لپاره د پولیسو په سلګونو صاحب منصبان د سیمې پاکولو ته لاړل او شاوخوا (۲۵۰۰) کډوال یې وشړل. دا په پاریس کې د جولای راهیسې دوهم ځل دی چې کډوال شړل کیږي، تیر ځل له (۲۷۰۰ ) څخه ډیر کسان د خیمو له یوه پنډغاړي شړل شوي وو.
دغو ناقانونه کیمپونو دواړو غاړو ( کډوالو او ځايي اوسیدونکیو) ته امنیتي او روغتیايي ستونزې پیدا کړې وې. د پاریس د پولیسو یوه مشر په یوه بیانیه کې ویلي چې په دغو عملیاتو کې ۳۵۰ صاحب منصبانو برخه اخیستې وه. دا کډوال عمدتاً د اریتیریا، سوډان، افغانستان اوسیدونکي وو. دوی بسونو ته وخیژول شول او په پاریس کې د استوګنې یوه موقتي ځای ته ولیږدول شول.
د فرانسې داخله وزیر ګیرارد کولومب (Gerard Collomb ) ویلي چې وزارت په دې څیړنه کوي چې څنګه کولای شي، په پاریس د کډوالو له بیا را غونډیدو مخنیوی وکړي. کولمب وايي: ((موږ غواړو دا خبره یقیني کړو چې په پاریس کې کومه مرکزي نقطه نشته، خو موږ د پناه ورکونې د ملي پروګرام له لارې کډوالو ته ممکن د پاریس په شاوخوا کې هرکلی ووایو. دا ښيي چې د پاریس سیستم خنډونه لري.))
د فرانسې ولسمشر ایمنویل ماکرون (Emmanuel Macron) له داخله وزیره غوښتي چې په انفرادي توګه د پناه غوښتنې پروسه چټکه کړي، مطلب دا چې په شپږو میاشتو کې باید معلومه شي چې څوک د کډوال په توګه منل کیږي او څوک به بیرته خپل هیواد ته شړل کیږي
دا مقاله شریکه کړي