د پایپ لاین نوې پروژه به افغانستان کې دندې پیدا کړي

د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان تر منځ د پایپ لاین پروژه به په افغانستان کې د فقر له کمولو او د دندو په پیدا کولو کې مرسته وکړي.
تمه کیږي چې د ( 1814 ) کیلومترو په اوږدوالي پایپ لاین پروژه به په ۲۰۲۰ کال کې بشپړه شي. دا به افغانستان ته هر کال ( 0.5-1.5 )میلیارده متر مکعبه ګاز د راتلونکیو ۳۰ کلونو لپاره چمتو کړي. دا به د افغانستان د انرژۍ د اړتیاو له پوره کولو سره مرسته وکړي او هم به هر کال د ترانزیت له بابته ۵۰۰ میلیونه امریکايي ډالره افغانستان ته ګټه ورسوي او له دې سرب بیره به نوي کاري فرصتونه هم پیدا کړي.
د دې پایپ لاین ډیره برخه به د افغانستان له جنوب لویدیځ څخه تیره شوی چې د طالبانو تر قوي نفوذ لاندې دی. په هر صورت، داسې نښې نښانې شته چې امنیتي ستونزې به نه وي، لکه چې د طالبانو ویاند تایید کړې چې پایپ لاین به ساتل کیږي او دا ځکه چې د افغانستان لپاره مهم دی.
د دې پروژې د پرانیستې مراسم تیره میاشت په هرات کې جوړ شوي و. له دغې پروژې څخه د هرکلي لپاره د هرات او ختیځو ولایتونو په ګڼ شمیر خلک لارو کوڅو ته راوتلي و.
د هرات اوسیدونکي مجلا حکاک طلوع نیوز ته وویل: (( دا پروژه د امنیت په راوستلو او ټولنیزه هوساینه کې مرسته کولای شي. ))
د هرات اوسیدونکیو همدارنګه ویلي چې دا پروژه د افغانستان د اقتصادي پرمختګ لپاره یو ستر ګام دی او دوی به یې له عملي کیدو په بشپړه توګه ملاتړ وکړي.
نثار حارث د هرات د خلکو د اتحادیې مشر ویلي: (( دا ستره اقتصادي پروژه د افغانستان په تاریخ کې بېسارې ده. ))
ښاریان وايي چې دوی هیله مند دي چې دغه پروژه به ډیر کاري فرصتونه پیدا کړي او د افغانستان اقتصاد ته به وده ورکړي.
ولسمشر اشرف غني چې د ترکمنستان د برخې د پایپ لاین د بشپړیدو په اړه جوړې شوې غونډه کې یې وینا کوله، وویل چې افغانستان به د دې پایپ لاین له لارې، سویلي اسیا له مرکزي اسیا سره له یوې پیړۍ د زیاتې جدايۍ وروسته، ونښلوي.
اشرف غني وویل: (( د افغانستان کړنلاره نښلوونکې ده؛ نه جلا کوونکې. سویلي اسیا به له مرکزي اسیا سره د افغانستان له لارې وصل شي، دا کار به له یوې پیړۍ څخه د ډيرې مودې جلا والي وروسته وشي. ))
هغه زیاته کړه: (( موږ یوازې د پروژې د بنسټ لپاره نه یوو، بلکې همدارنګه د بیوزلۍ د له منځه وړلو او یو بل ته د نیکمرغۍ د راوړلو منظر هم لرو.))