د ګلابو کښت په ننګرهار کې نوي کاري فرصتونه چمتو کړي
په ختیځ ولایت ننګرهار کې یوې کورنۍ کمپنۍ، شاوخوا (۲۰۰۰) بزګر ګومارلي دي چې دمشقي ګلاب وکري چې قیمتي ګلونه دي.
بزګرانو په ننګرهار کې له ښاره بیرون پر (۳۰۰) هکتاره زمکه ګلاب کرلي دي. د طبیعي اورځلا کمپنۍ څښتن عبدالله ارسلان ،چې دغه تولیدات لري، وايي چې له ګلابو څخه عطر جوړوي چې وروسته بیا غربي هیوادونو ته صادریږي.
ارسلان طلوع نیوز سره په مرکه کې ویلي: (( ګلاب په ۳۰۰ هکتاره زمکه کرل شوي. موږ له ګلابو عطر جوړوو. وروسته بیا عطر جرمني، فرانسې او کاناډا ته صادروو.))
هغه بزګران چې د کمپنۍ لخوا ګومارل شوي، په خپلو کروندو کې یې کوکنار کرل؛ خو اوس خوشاله دي چې ګلاب کري.
یار محمد چې د طبيعي اورځلا کمپنۍ لپاره کار کوي، ویلي دي چې کومه تنخواه چې ترلاسه کوي، ژوند یې ور ته بدل کړی دی.
هغه ویلي: (( موږ هره ورځ کار کوو. کارګر ګلان را ټولوي او د خپل کار مطابق تنخوا اخلي. ))
د کاري فرصتونو رامنځ ته کول، لکه د ګلانو د فارمونو په څير، د ځايي خلکو لپاره با ثباته عایداتي فرصتونه چمتو کوي.
د دغو فارمونو یو کارګر نقیب الله وايي: (( دا یو ښه کار دی. د خلکو لپاره کاري فرصتونه چمتو شوي، زه هم همدلته کار کوم. )) نقیب الله وايي: (( موږ له خپل وطن سره مینه لرو. که موږ ته د ژوند لپاره ښه شرایط، په ځانګړې توګه کاري فرصتونه برابر شي، هیڅ افغان به اروپايي هیوادونو ته کډوال نشي. ))
دا مقاله شریکه کړي